د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حامدکرزى: هيله ده چې له حزب اسلامي سره مذاکرات د سولې لپاره ښه پايله ولري

حامدکرزى: هيله ده چې له حزب اسلامي سره مذاکرات د سولې لپاره ښه پايله ولري

Jan 21, 2012 - 12:43

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٠): ولسمشر حامدکرزي يو ځل بيا پر وسلوالو مخالفينو غږ وګړ، چې له جګړې لاس واخلي؛ ځکه د ده په وينا، روانه جګړه د پردو پر ګټه ده او ټول زيانونه يې افغانانو ته رسېږي.

ولسمشر حامدکرزي دا څرګندونې نن (د سلواغې لومړۍ نېټه) د ولسي جرګې د شپاړسمې تقنيني دورې د دويم کال په پرانيست غونډه کې وکړې.

کرزي زياته کړه، چې د سولې لپاره افغان دولت او د سولې عالي شورا له قربانيو سره سره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

هغه وويل: ((هيله مو دا ده، هغه وروڼه چې د خپلو خلکو خلاف پر جنګ اخته دي، د افغانستان د قضاياوو په باب له شويو جرياناتو په دې پوه شوي وي، چې دغه جنګ د پردو د منافعو لپاره جنګ دى.))

کرزى زياتوي، چې د روانې جګړې ټول زيانونه او د بربادۍ بار د افغانانو پر اوږو دى، نو په جګړه کې له ښکېلو وروڼو هيله کوي، چې ژر تر ژره دې د پردو ټوپک پر ځمکه کېږدي او په خپله خاوره کې دې جګړه بس کړي.

ولسمشر د سولې د هڅو په دوام وويل، د افغانستان د خلکو هيله دا وه، چې طالبان په خپل هېواد اويا هم په يو مهم اسلامي هېواد، لکه سعودي عربستان يا ترکيه کې دفتر پرانيزي، خو هغه زياته کړه، د دې لپاره، څو د جګړې د دوام پلمې له منځه ولاړې شي، نو په قطر کې يې د طالبانو د دفتر له پرانيستو سره موافقه وکړه.

هغه وويل: ((د سولې لپاره، د سولې ارمان ته د رسېدو په موخه مو دا موافقه کړې ده، چې په قطر کې د طالبانو دفتر جوړ شي.))

ولسمشر په دې وروستيو کې له پاکستان څخه کابل ته د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د افغانستان د حزب اسلامي د پلاوي د راتګ په اړه وويل، چې له دغه پلاوي سره يې وکتل او خبرې يې ګټورې وې.

حامدکرزي زياته کړه: ((د محترم انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي له پلاوي سره مو خبرې درلودې، په دغو مذاکراتو کې دواړو لوريو خپل نظرونه د صميميت او ورورولۍ په فضا کې بيان کړل، موږ هيله لرو چې مذاکرات دوام وکړي او د سولې د ټينګښت په خاطر ګټورې پايلې ولري.))

ولسمشر زياته کړه، چې دغه پلاوي د جمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم په ګډون له يو شمېر نورو دولتي چارواکو سره هم وکتل.

د يادونې ده، چې کابل ته د ياد پلاوي له راتګه څو ورځې وروسته د مرغومي په ١٣مه نېټه،په اروپا کې د حزب اسلامي د سياسي دفتر مسوول قريب الرحمن سعيد پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، چې دغه پلاوي په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر نورو دولتي چارواکو سره کتلي دي.

نوموړي له افغان حکومت سره د حزب اسلامي د پلاوي خبرې ګټورې بللې وې او ډاډ يې څرګند کړى و، چې دغه خبرې به ښې پايلې ولري.

حامد کرزي د خپلو خبرو پر دوام وويل: ((د سولې د پروسې او د مذاکراتو خاوند افغان ملت دى،هېڅ پردى هېواد يا نهاد د افغانستان د ملت د دغه حق مخه نه شي نيولى، افغانستان يو ځل بيا پر هغو اصولو او ارزښتونو ټينګار کوي، چې لويې جرګې توصيه کړي دي.))

حامدکرزي په هېواد کې د يو شمېر کسانو د وژنې تر څنګ وويل، چې د روان کال په اوږدو کې يو شمېر پېژندل شوې څېرې وژل شوې دي.

هغه وويل، چې د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدين رباني په ګډون د يو شمېر هغو کسانو نومونه ياد کړل، چې د روان کال په اوږدو کې وژل شوي دي.

ولسمشر حامدکرزي د دغو کسانو نومونه د خپلې وينا پر مهال ياد او زياته يې کړه، چې جان محمدخان، انجنير محمد عمر، الحاج عبدالمطلب بيک، محمد هاشم وطنوال، خان محمد مجاهد، ډګر جنرال داوود داوود، جنرال شاه جهان نوري، شرف الدين، جنرال عبدالرحمن سيدخيلي، غلام حيدر حميدي، سيد حسام الدين، سيد ولي، ښايسته ګل عليزى، حاجي يار محمد، حاجي لطيف، محمد طاهر، ملک محمد زرين، حاجي محمد افضل اڅکزى، حاجي محمد وزيرخېل، حاجي عبدالفتاح، شيخ جميل، حاجي لطيف نورزي، حاجي محمدظاهرخان، انجنير فرهاد، انجنير ميرويس، حاجي رمضان، محمدظريف، محمدخان يعقوبي او زلمى خان د تېر کال په اوږدو کې وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د علماوو شورا له ډلې څخه مولوى حکمت الله او مولوي علي خان هم د سږ کال په اوږدو کې وژل شوي دي.

د ده په وينا، په ولسوالانو کې سيدفضل الدين اغا، عزت خان، اکبر، مسعود، اصيل احمد خوګياڼى، حاجي سيدمحمد پهلوان او خورشيد وژل شوي دي.

هغه د روان کال په اوږدو کې د ولايتي  شورا د غړيو احمدولي کرزي، محمد داوود احمدزي، محمد جواد ضحاک، عبدالحکيم سليمانخېل، فضل الرحمن ملنګ،ګل مکۍ، عبدالقهار، حاجي سردار محمد، شېرمحمد خان او حاجي نعيم د وژل کېدو يادونه هم وکړه.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement