د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جلال اباد کې دوه ځانمرګي بريدګر نيول شوي

جلال اباد کې دوه ځانمرګي بريدګر نيول شوي

Apr 16, 2015 - 17:37

کلات، جلال اباد ( پژواک، ٢٧ ورى ٩٤ ) : چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د دوو ځانمرګو بريدګرو په ګډون شپږ وسله وال نيولي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د وري په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد کسان تېره ورځ د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې  نيول شوي دي.

هغه زياته کړه چې په نيول شويو کسانو کې دوه  ځانمرګي بريد کوونکي، د ځانمرګو بريدونو يو طراح او د وسله والو مخالفينو د شپږ کسيزې ډلې مشر له درې تنو سره يو ځای نيولي دی.

د نوموړي په وينا، دوه  ځانمرګي بريد کوونکي او د بريد طراح، چې په ننګرهار کې يې د ځانمرګو بريدونو هوډ درلود ، له يوې ټي ټي تومانچې، پنځه جوړه نظامي يونيفورم،  د کلاشينکوف مرمۍ ، دوه لاسي بمونو او يوه اندازه درملو سره يو ځای جلال اباد ښار ته نږدې د بارګينو په سيمه کې نيول شوي دي.

عبدالزى وايي، ياد کسان د ملي امنيت منسوبينو له خوا نيول شوي او د پلټنو پر مهال يې اعتراف کړى، چې د تورخم جلال اباد پر لويې لارې  په يو شمېر چاودنو او د بارګينو مخې ته د وروستي موټر بم چاودنې په تنظيم کې يې لاس درلود.

دغه راز د ملي امنيت موظفينو په يوه بله پلټنه کې د ثمر ګل په نوم د غني خېلو ولسوالۍ يو اوسيدونکی، چې د وسله والو مخالفينو د شپږ کسيز ګروپ مشر دی  له درې تنو سره يو ځای نيولی دی.

سرچينه وايي، نيول شويو کسانو په لومړنيو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف کړی او ترې پوښتنې   روانې دي.

د ننګرهار ملي امنيت په خپله راپور کې ويلي، چې د دغو بريدګرو په نيول کېدو سره يې په جلال اباد ښار کې د لويو پېښو مخنيوی کړی.

د يوه بل خبر له مخې، په زابل ولايت کې د يوې چاودنې له امله يوه ښځه وژل شوې ده.

ددغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي پژواک ته وويل چې نن مازيګر مهال د ولايت د مرکز کلات ښار اړونده د ملا کلي په ساحه کې پر يوه ملکي موټر چاودنه شوې ده.

هغه زياتوي چې په دې چاودنه کې يوه پېغله نجلۍ وژل شوې او يوه مېرمن ټپي ده.

وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement