د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبدالله : د وروستۍ زلزلې د زيانونو څېړنه دې وشي

عبدالله : د وروستۍ زلزلې د زيانونو څېړنه دې وشي

Dec 26, 2015 - 17:14

 کابل(پژواک، ٥ مرغومى ٩٤): د ملي يووالي حکومت اجرايي رييس وويل چې د تېرې شپې زلزلې مرګ ژوبله نه لرله او اړوند ارګانونه بايد د پېښې د ټپيانو او زيانمنو په اړه پلټنه وکړي.

عبدالله عبدالله دا موضوع نن په کابل کې له پېښو سره د مبارزې کمېټې له چارواکو سره په ناسته کې څرګنده کړه.

د امريکا د زلزلې سنجونې ادارې ويلي چې ياده زلزله د ريښتر په کچه ۶،۲ وه چې مرکز يې د افغانستان د بدخشان ولايت دى.

 دا زلزله تېره شپه شاوخوا ١١:٤٨ بجې وشوه چې شمالي ،  مرکزي ، سوېل او د هېواد سوېل ختيځو ولايتونو سيمې يې ولړزولې او له امله يې ګڼ شمېر خلک له کورونو را ووتل. پاکستاني رسنيو ويلي چې د زلزلې له امله په پاکستان هم ځينې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اجرايي رييس عبدالله وويل چې د هېواد يو شمېر اوسېدونکي د زلزلې له امله سرسري ژوبل شوي او پر دې سربېره ورته مالي زيانونه هم اوښتي دي.

 نوموړي له اړوندو ارګانونو غوښتنه وکړه چې له ټپيانو او زيانمنو سره مرسته وکړي.

عبدالله په ورته وخت کې له پېښو سره د مبارزې کمېټې ته لارښوونه وکړه چې د احتمالي زيانونو او مرګ ژوبلې په اړه اړينې څېړنې وکړي.

د حکومت اجرايي رييس ددې ناستې په يوه بله برخه کې د کابل د هوا ککړتيا په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې د ځينو  سون توکو کارونه په ځانګړي ډول د ټايرونو کارونه د ستونزې سبب شوې ده.

هغه ددې وضعيت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، اړينه ده چې د پلازمېنې د هوا د خرابوالي موضوع ته پاملرنه وشي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement