د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ترافيکي پېښه کې د ولسي جرګې د رييس د کورنۍ څلور غړي مړه شوي

ترافيکي پېښه کې د ولسي جرګې د رييس د کورنۍ څلور غړي مړه شوي

Mar 28, 2016 - 11:22

 کندوز(پژواک، ٩ ورى ٩٥): په کندوز کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د ولسي جرګې د رييس عبدالرووف ابراهيمي د کورنۍ څلور غړي مړه شوي او ٧ نور ژوبل دي.

د امام صاحب ولسوال امان الله قريشي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د کندوز په دشت ابدان کې هغه مهال رامنځته شوه چې د امام صاحب ولسوالۍ د امنيه قوماندان حاجي امان الله ابراهيمي د کورنۍ موټر له يوه بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ.

قريشي زياته کړه چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د  ابراهيمي د کورنۍ څلور غړي مړه شوي او اووه نور ټپيان دي.

 د سرچينې په خبره، په وژل شوو کې د امام صاحب ولسوالۍ د امنيه قوماندان مور، يو ځوان زوى او دوه لوڼې چې عمرونه يې له ١٢ تر ١٦ کلونو دې، شامل دي.

امان الله ابراهيمي د ولسي جرګې د مشر عبدالرووف ابراهيمي د تره زوى دى.

د امام صاحب ولسوال وويل چې ټپيان د کندوز مرکزي روغتون ته لېږدول شوي چې د دوو هغو روغتيايي وضعيت يې ډېر نازک دى.

قريشي زياته کړه چې دا پېښه د باور وړونکي موټر د چلوونکي د ډېر ګړندي تګ له امله رامنځته شوې ده چې په تړاو يې  موټر چلوونکى له يوه بل کس سره نيول شوى دى.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement