د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نګرش نو سازمان: اروپايي هېوادونه دې له افغان کډوالو سره توپيري چلند بس کړي

نګرش نو سازمان: اروپايي هېوادونه دې له افغان کډوالو سره توپيري چلند بس کړي

Apr 21, 2016 - 17:13

کابل (پژواک، ٢ غويى ٩٥): د نګرش نوسازمان، د اروپايي هېوادونو له خوا له افغان پناه غوښتونکوسره د تبعيضي چلند په تړاو له ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې څخه غوښتنه وکړه څو د داسې  چلندونو مخنيوى وکړي.

د نګرش نو سازمان مشر عبدالقيوم نادري نن په کابل کې د يوې خبري غونډې په جريان کې افغان پناه غوښتونکو ته  د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د وضعيت په اړه د نيوکې تر څنګ وويل: "افغان پناه غوښتونکي بايد بېرته  را و نه ګرځول شي او بايد له هغوى سره تبعيضي چلند هم و نه شي."

نوموړي زياته کړه: "له افغان پناه غوښتونکو سره دوه ګونى چلند د بشري حقونو او اروپايي ټولنې له ارزښتونو سره په ټکر کې دي او بايد مخنيوى يې وشي. د نړۍ ټول هېوادونه اړ دي چې د ملي او نړيوالو معيارونو او اصولو له مخې د ژوند مناسب چاپېريال د انساني عزت او پت خوندي کولو زمينه ورته برابره کړي."

نادري وويل چې د نګرش نو ټولنيز سازمان د اروپايي ټولنې له هېوادونو غواړي څو له افغان کډوالو سره له زغم نه کار واخلي او د افغان، سوري او عراقي پناه غوښتونکو په منځ کې تبعيضي چلند و نه کړي.

يو شمېر نړيوالو رسنيو راپور ورکړى چې دمګړۍ  زرګونه افغانان په شمالي او لوېديځې اروپا کې د پناه اخيستو په نيت ترکيه او يونان کې بې برخليک حالت کې ژوند کوي او هغوى ته د سفر اجازه نه ورکول کېږي.

د نګرش نو سازمان غړې نجيبې نجوا وويل چې د پناه غوښتونکو په چارو کې د  ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د ملګرو ملتونو د بښنې سازمان، پر بشري حقونو د څار کمېسيون او د اروپايې ټولنې د بشرحقونو له کمېسيون څخه غواړي چې پر اروپايي ټولنې فشار راوړي څو له افغان پناه غوښتوونکو سره تبعيضي چلند ونه کړي.

نوموړي وويل چې د پناه غوښتونکو ستونزو ته د لاسرسی تر څنګ د هغوى  پناه اخيستنې ته دې هم لاسرسى وشي.

د دې خبري غونډې په پاى کې د نګرش نو سازمان يو پرېکړه ليک هم خپور کړ چې په کې له حکومت څخه غوښتنه شوې ده څو له هېواد څخه د ځوانانو له تېښتې نه د مخنيوي په خاطر، هغوى ته د کور دننه کاري موکې رامنځته کړي او د هېواد د امنيتي وضعيت ښه کېدو لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخې ويلي چې دا مهال شاوخوا يو ميليون داخلي بېځايه شوي کسان شتون لري او د دې تر څنګ په تېر يو کال کې شاوخوا ٢٥٠ زره افغانان د اقتصادي ستونزو او نا امنيو له کبله بېلابېلو اروپايي هېوادونو ته تللي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement