د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان کې د روسيې سفير له طالبانو سره د دې هېواد اړيکې رد کړې

افغانستان کې د روسيې سفير له طالبانو سره د دې هېواد اړيکې رد کړې

Apr 25, 2016 - 19:56

کابل (پژواک،٦ غويى ٩٥): کابل کې د روسيې سفير وايي، له طالبانو سره د دې هېواد اړيکو درلودلو تور بې بنسټه دى او روسيه د افغانستان له قانوني دولت څخه ملاتړ کوي.

الکساندر مانتيتسکي دا مطلب نن کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال په ډاګه کړ.

نوموړي وويل: "دې وروستيو کې راپورونه خپاره شوي دي چې روسيې له داعش سره د مبارزې لپاره له طالبانو سره اړيکه نيولې ده؛ موږ هېڅ اړيکه نه لرو او هېڅکله مو دا غوښتنه هم نه ده کړې."

تېرکال د مرغومي په مياشت کې د روسيې انټرفاکس خبري اژانس د افغانستان او پاکستان لپاره د روسيې ځانګړې استازي ضميرکابلوف له قوله ويلي و، چې دا هېواد او طالبان له داعش سره د مبارزې په برخه کې ګډې ګټې لري.

هغه ويلي و: "ما مخکې له طالبانو سره د معلوماتو تبادلې پربنسټ د کانالونو شتون په اړه ويلي و، چې موږ د سياسي جوړجاړي غوښتونکي يو، موږ غواړو چې افغان حکومت له خپلو وسله والو مخالفينو سره د وينې له تويولو پرته تفاهم ته ورسېږي او ښکېلو غاړو ته د منلو وړ سوله رامنځ ته شي، دې موخې ته د رسېدو لپاره بايد د ملګرو ملتونو امنيت شورا پرېکړه ليک په پام کې ونيول شي."

مانتيتسکي په ورته وخت کې کابل کې پر يو خصوصي ټلويزيون کلکه نيوکه وکړه او ويې ويل، دې رسنې د مهمو چارواکو ساتنې پر رياست د طالبانو له بريد وروسته، له طالبانو سره د روسيې همکارۍ په اړه خبرې کړې وې.

ياد شوي روسيې ډيپلومات يادونه وکړه چې يو شمېر هېوادونه لکه پاکستان، ايران، ترکيه، امريکا، المان او عربستان له طالبانو سره اړيکې لري، خو روسيه له طالبانو سره د اړيکو ټينګول نه غواړي.

الکساندر مانتيتسکي په ډاګه کړه چې هېواد يې د طالبانو سولې له هغه بهير څخه ملاتړ کوي چې د افغانستان اساسي قانون ومني او خپلې اړيکې له القاعدې او داعش ډلې سره وشلوي، خو د سولې بهير افغاني بولي او په دې باور دى چې بايد افغانان خپلمنځي ستونزې خپلو کې هوارې کړي.

نوموړي د هندوستان له لوري افغانستان ته د روسي چورلکو  ورکړې ته په اشارې سره وويل چې دا چورلکې د روسيې په سلا افغانستان ته سپارل شوې دي.

د مانتيتسکي په وينا، څو چې روسيې د دې الوتکو د جوړوونکي په توګه دې کار سره موافقه نه وه کړې، هند نه شو کولى چې افغانستان ته يې ورکړي.

الکساندر مانتيتسکي وويل، روسيه په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه پوځي برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ پراختيا ته لېواله ده او ټاکل شوې ده، چې ډېر ژر د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر په مشرۍ يو پلاوى مسکو ته سفر وکړي او له روسي چارواکو سره د دوه اړخيزو همکاريو په اړه خبرې وکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement