د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلکو هېواد کې د امنيت او سولې ټينګښت په اړه د ولسمشر د وينا هرکلى وکړ

خلکو هېواد کې د امنيت او سولې ټينګښت په اړه د ولسمشر د وينا هرکلى وکړ

Apr 25, 2016 - 18:29

کابل (پژواک،٦ غويى ٩٥): د کابل ښار ځينو اوسېدونکو هېواد کې د امنيت خونديتوب او سولې ټينګښت په اړه د ولسمشر  د وينا هرکلى وکړ او وايي چې د ترهګرو پر وړاندې د نوموړي له دريځ څخه ملاتړ کوي.

ولسمشر اشرف غني نن د ملي شورا غړو ګډې غونډې په جريان کې چې ددولت کابينې او سولې عالي شورا غړو هم په کې برخه اخيستې وه او د ملي شورا په تالار کې جوړه شوې وه، وويل چې ټولې مخالفې ډلې لکه داعش، القاعده ، حقاني  او د طالبانو يو شمېر کسان چې د افغانستان دښمنان دي له هغوى سره به سخت چلند وشي او ان د هغوى د اعدام له احکامو څخه به هم ملاتړ وکړي.

 ولسمشر زياته کړه، چې بهرنيو اجيرانو ته هېڅ لار شتون نه لري، خو هغه طالبان چې د سولې او پخلاينې له بهير څخه ملاتړ کوي او د افغانستان اساسي قانون ته غاړه ږدي، د هغوى لپاره د خبرو اترو ور پرانيستى دى خو دا موکه د تل لپاره هغوى ته نه ورکول کېږي.

اشرف غني له پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي، له دې پرته به افغانستان د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د مراجعې او نورو ديپلوماتيکو لارو څخه  په دې برخه کې اقدام وکړي.

د کابل ښار يوې اوسېدونکې زينب عزيزي پژواک ته وويل :"  ددې هېواد د يوې وګړې په توګه د تروريستانو پر وړاندې د ولسمشر له دې دريځ څخه ملاتړ کوم  په دې شرط چې د شعار بڼه و نه لري."

نوموړې زياته کړه :" د ولسمشر په وينا کې د پاکستان ، سولې بهير، د دښمن په ګوته کول او د محکومينو مجازاتو په تړوا موضوعات  شامل وو او دا به هغه مهال هيله بښوونکي وي چې عملي شي."

 خو د پلازمېنې کابل بل اوسېدونکي يما قريشي وويل چې د ده په اند د هېواد د ولسمشر خبرو د ټاکنيزو منډو تړو په څېر شعاري بڼه درلوده.

نوموړي وويل:" که څه هم چې دوست او دښمن يې تعريف کړ، خو په عمل کې به وليدل شي چې رښتيا د دښمن  پر وړاندې مبارزه کوي او يا بيا هم امنيتي ځواکونو ته اجازه نه ورکول کېږي څو وسله وال مخالفين وځپي."

د قيام اڅکزي په نوم بل اوسېدونکي وويل:" په دې وينا کې مهمې خبرې او ټکي موجود وو او زه هيله لرم چې ددې ژمنو په عملي کېدو سره به  امنيتي، اقتصادي او سياسي برخو کې د پام وړ بدلونونه راشي.

د هغه په اند، د حکومت جدي پرېکړې او طرحې د خلکو ملاتړ ته اړتيا لري  او له امکان څخه يې لرې بولي چې د خلکو له همکارۍ پرته ، حکومت بريالى شي.

عزت الله سباوون وايي :" د ولسمشر په خبرو کې دوه اصلي موضوع ګانې وې چې د طالبانو او تروريستانو اعدام او د پاکستان له لوري د سولې په نوم د روانې ډرامې ځنډول دي."

 د نوموړي په وينا، طالبانو تر دې وړاندې  جګړه کوله او هم يې د سولې خبرو ته سر ښوراوه او په دې کار سره يې امتياز تر لاسه کاوه ، بنديان يې په زندانونو کې خوندي وو او  يا د قومي مخورو په منځګړيتوب خوشې کېدل.

د فيسبوک کارونکي سنجر سهيل په خپله پاڼه کې ليکلي دي: " په تېرو ١٥ کلونو کې دولت کې د تروريستانو او دښمنانو پر وړاندې دومره څرګند سياست شتون نه درلود"

د هغه په وينا، ولسمشر په خپله نننۍ وينا کې د بېلابېلو امنيتي او سياسي مسايلو په اړه سپيناوى وکړ او ډېر شکونه يې لرې کړل ، سهيل کاږلي دي چې اوس هغه وخت رارسېدلى څو د جنايتکارانو او قاتلانو پر وړاندې خلک يو موټى شي.

د کابل يو بل اوسېدونکى بهادر خوشيوال وايي چې د افغان ولسونو ددښمنانو په اړه  د ولسمشر څرګنده وينا  له سترو پرېکړو څخه ګڼل کېږي.

 هغه وويل :" له دې وروسته هغه کسان چې بې ګناه وګړي او امنيتي ځواکونه وژني،د تروريستانو، جنايتکارانو، او بلواګرو په توګه  به وپېژندل شي نو ځکه اړتيا ده چې د افغانستان خلک د ځمکنۍ بشپړتيا، پاکستان او نورو هېوادونو پر وړاندې د مبارزې لپاره ملا وتړي."

د تويټر ټولنيزې شبکې کارونکې حکيمه فايز وايي چې دې د ولسمشر په خبرو کې نوې موضوع نه ده موندلې چې په عملي کولو به يې و توانېږي.

هغې وويل :" وزګارتيا، د ښيې حکومتولۍ نشتون، اداري فساد، وړو کسانو ته د کار نه سپارل، امنيتي بحران او د مشرانو تر منځ خپلمنځي ستونزې؛ هغه موارد دي چې د حکومت کاري لومړيتوبونو کې بايد ځاى شي.

د خوشحال خليل په نوم د کابل بل اوسېدونکى وايي:" د ولسمشر نننى دريځ ډېر پرځاى و او دا کار بايد تېرو کلونو کې شوى واى، خو بايد ټول دولتي بنسټونه، سياستوال او د افغانستان خلک يې د عملي کولو لپاره په يوه ليکه کې ودرېږي."

 دکابل ښار بل اوسېدونکي لطيف سهاک وويل :" په تېرو څو کلونو کې يو شمېر کارپوهانو او ځوانانو څو ځله نيوکه کړې وه چې حکومت دوست او دښمن ته تعريف نه لري، خو اوس څرګنده شوه، وليدل شي چې سوله څرنګه ټينګېداى شي."

د نجيب شريفي په نوم مطبوعاتي فعال په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي دي:"  د ولسمشر وينا پر ځاى او له وخت سره سمه وه خو د ملت د يوموټي والي اړخ ته بايد ډېره پاملرنه وشي."

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement