د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېرې قضيې د منځګړتوب له لارې حل کېږي

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېرې قضيې د منځګړتوب له لارې حل کېږي

May 09, 2016 - 19:30

کابل (پژواک، ٢٠ غويى ٩٥): د تاوتريخوالي زرګونه هغه قضيې چې هر کال په افغانستان کې ثبت شوې دي، په داسې حال کې د منځګړتوب له لارې حل شوې چې د دغو قضيو له حل وروسته د څارنې کوم ميکانيزم شتون نه لري.

د چارو کارپوهان د منځګړتوب له لارې د قضيو حل د کورني تشکيل د نه ړنګېدو په برخه کې نېک کار بولي او په داسې حال کې د منځګړتوب لپاره د قضيو له حل وروسته د څارنې لپاره د ميکانيزم د نه شتون په اړه اندېښنه څرګندوي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېرې کمې قضيې د محکمو له لارې حل کېږي.

 دغه راز د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې په تېرو شپږو کلونو کې د ښځو چارو په وزارت کې د قتل د سلګونه مواردو په ګډون د تاوتريخوالي له ٢١ زره ډېرې پېښې ثبت شوې، ٩٠ سلنه ښځې د خپل عمر په اوږدو کې يو ځلې له تاوتريخوالي سره مخ شوې او د دې ډول تاوتريخوالي د پنځو کسانو له ډلې يې څلور ښځې له دېرشو کلونو ټيټ عمرونه لري.

د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى له پخوا راهيسې په افغانستان کې موجود و، خو له دې سره سره چې په تېرو څوارلسو کلونو کې يادې موضوع ته ډېره پاملرنه شوې، بيا هم دغه ستونزه د هېواد په کليو او بانډو کې پر خپل ځاى پاتې ده.

ډېرى ښځې د تاوتريخوالي قرباني دي

د "ګلوبل رايټس" د ٢٠٠٨ زېږديز کال د معلوماتو پر بنسټ، د هرو لسو ښځو له ډلې يې ٩ ښځې په خپل عمر کې له يو ډول تاوتريخوالي سره مخ شوې دي.

د ښځو چارو وزارت د حقونو مشرې عزيزې عدالتخواه د روان کال د غويي په لومړۍ نېټه پژواک ته ويلي وو، له دې امله چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى بېخي ډېر دى، نو په دې اړه د ګلوبل رايټس راپور منلى شو.

هغې زياته کړه: "دا چې افغانستان يوه يوه سنتي ټولنه ده، تاوتريخوالي په کې د ټنډې له تروشولو نيولې تر وهلو او ډبولو پورې او تر دې هم سخت اعمال دي، نو ويلى شو چې دا څېړنه سهي ده او په افغانستان کې ٩٩ سلنه ښځو په ژوند کې يو ځلې تاوتريخوالي تجربه کړي دي."

په شپږ کاله کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٢١٠٠٠ ثبت شوې قضيې

د ښځو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، پر دې سربېره چې له تاوتريخوالي سره يو شمېر مخ شوو ښځو د ځينو ټولنيزو او کلتور دودونو له امله خپلې قضيې نه دې ثبت کړې، خو بيا هم د ١٣٨٨ لمريز کال له پيل تر ١٣٩٤ لمريز کال پورې هر کال په منځني ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٣٥٠٠ قضيې ثبت شوې دي.

د ښځو چارو وزارت د حقونو مشرې د دې عواملو په اړه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي تر ټولو کمې قضيې په ١٣٨٨ لمريز کال او ډېرې يې بيا په ١٣٩٤ کال ثبت شوې او د دغو دوو کلونو تر منځ د څلورو کلونو په موده کې هم په دې ډول قضيو کې ډېروالى او کموالى تر سترګو شوى، وويل چې ځيني وخت کېداى شي نا امنۍ د تاوتريخوالي د راکمېدو لامل شوې وي.

نوموړې چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې ياده دنده ترسره کوي، په تېر کال کې د تاوتريخوالي د ثبت شوو شمېرو د زياتوالي په اړه وويل: "د ښځو د پوهاوي کچې د لوړېدو او د ښځو چارو پر وزارت باندې د ښځو باور زياتېدو له امله، د قضيو د ثبت شمېرې ډېرې شوې دي."

تر ټولو سخت تاوتريخوالي

هغه کتبي معلومات چې د ښځو چارو وزارت پژواک خبري اژانس ورکړي، ښيي چې د ښځو ډبول د تاوتريخوالي جدول په سر کې ځاى لري، خو تر ټولو سخت تاوتريخوالى بيا لکه قتل، جنسي تېرى، په بدو کې ورکول، تښتول او داسې نور په دغه وزارت کې په ٤٣ ډوله تاوتريخوالي کې ثبت دي.

د افغانستان مرکزي احصايې د هېواد د وګړو نفوس ٢٨.٦ ميليونه کسان اټکل کړى چې نيمايي يې ښځې تشکيلوي.

په تېرو شپږو کلونو کې دغو شمېرو او ثبت شوو قضيو ته په پام سره په هېواد کې له هرو ٦٨١ښځو څخه يوې يې د تاوتريخوالي قضيه ثبت کړې ده.

د ځوانانو له لوري د ډېرو قضيو ثبتول

د ٢٠١٥ کال د اپرېل مياشتې د راپور له مخې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) او د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري ترسره شوى، ښيي چې د ١١٠ ښځو انفرادي تجربې چې له عدلي او قضايي بنسټونو يې د عدالت غوښتنه کړې وه، د قضيې له ثبته نيولې تر څېړنې پورې، عدلي تعقيب او په محکمې کې پرېکړه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي منع قانون حکمونو پر بنسټ ترسره شوې، په اړه اسناد وړاندې شوي دي.

دغه راپور ښيي چې په ترتيب سره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي نږدې ٧٠ سلنه موارد د ښځو چارو په رياست او پوليسو سره ثبت او له پنځه سلنې کم موارد په محکمو کې ثبت شوي او ډېرى هغه کسان چې دغه قضيې ثبت کړې، ځوانان دي.

د ښځو چارو وزارت د حقونو مشرې عزيزې عدالتخواه وويل چې دغه وزارت له يوناما سره د ياد راپور په چمتو کولو کې ډېره همکاري کړې او دغه راپور پر حقيقت ولاړ دى.

هغې زياته کړه چې د بېلابېلو عمرونو ښځې او نجونې د تاوتريخوالي قرباني کېږي، خو له دې امله ډېرى له دېرشو کلونو کمو عمر لرونکو ښځو د تاوتريخوالي موارد ثبت کړي چې دغه عمر لرونکې کم زغم او ډېر جرئت لري او له دې امله قضيې ثبتوي.

د قضيو حل

د يوناما او د ملګرو عالي کمېشنرۍ په راپور کې راغلي چې د ډېرى قضيو منځګړيتوب د تاوتريخوالي د منع په قانون کې د ثبت شوو بنسټونو له لوري شوى او پاتې نور يې د غير دولتي سازمانونو، کلتوري جوړښتونو او داسې نورو څو بنسټونو له لوري شوى دى.

د دغو سرچينو موندنې ښيي چې تر ټولو کمې قضيې د محکمو له لوري حل شوې دي.

يادې موندنې ښيي، يو شمېر ښځې چې د تاوتريخوالي عاملينو د عدلي جزايي تعقيب ټاکلى، ډېرې کمې دي. د قضيو بنسټونو ته د لاسرسي محدودوالى او د قضيو د پړاوونو تېرول هغه خنډونه دي چې ښځې يې زړه ماتې کړې، څو خپلې قضيې د قضايي بنسټونو له لوري پر مخ يوسي.

سرچينې څرګنده کړې چې د عدلي او قضايي سيستم د اغېز نه شتون په اړه پراخې اندېښنې او دغه سيستم کې د قضيې د پړاوونو په مخ وړلو کې د فساد شتون، د ښځو لپاره د منځګړيتوب حل لارې ټاکنه ده.

د سترې محکمې يوه غړي چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، وويل چې محکمې تاوتريخوالي ته د لاسرسي په برخه کې په بشپړ جديت سره کار کوي او په دې اړه داسې څرګندونې چې د دې ډول قضيو په پړاوونو تېرولو کې محدوديتونه شتون لري، ناسمې دي.

نوموړي د شمېرو له وړاندې کولو پرته څرګنده کړه چې په محکمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کمو قضيو ثبت له دې امله دى چې ډېرى دا ډول قضيې د ښځو چارو په وزارت، لويې څارنوالۍ او اړوند بنسټونو کې حل کېږي.

منځګړتوب؛ د پېښو د هواري لپاره غوره انتخاب

ځينې کورنۍ چې د منځګړتوب له لارې د قضيو هوارولو لپاره د ښځو چارو وزارت ته ورغلي دي، وايي چې د تاوتريخوالي د هوارولو لپاره غوره لار منځګړتوب دى.

يو ٤٥ کلن کس چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د ده او مېرمنې تر منځ د ستونزې هوارولو لپاره د ښځو چارو وزارت ته يې مراجعه کړې وه، پژواک خبري اژانس ته يې وويل: "منځګړتوب د خوږو اوبو په څېر خوږه پايله لري."

نوموړي وويل چې شاوخوا شپږ کاله وړاندې يې دويمه ښځه په نکاح کړه او هغه مهال يې دغه کار وکړ چې لومړۍ مېرمن يې له خپلو څلورو ماشومانو سره د پلار کور ته ولاړه او تر اوسه هلته ژوند کوي.

دغه کس زياته کړه: "دويمه مېرمن مې په نصيب وه؛ له خپلې لومړۍ مېرمنې سره هم مينه لرم او نه غواړم چې اولادونه مې له پلرنۍ مينې څخه بې برخې شي؛ د حل غوره لار، منځګړتوب دى چې زموږ ستونزه پرې هوارېدى شي."

يوه مېرمن چې د کورنۍ ستونزې د هواري لپاره د ښځو چارو وزارت ته ورغلې وه، د نوم له اخيستو پرته يې وويل چې درې کاله وړاندې يې واده کړى و چې په ياده موده کې د خاوند او خاوند مور له لوري څو ځلي د سپکاوي او وهلو ټکولو په څېر تاوتريخوالو سره مخ شوې ده.

هغې چې درې مياشتې وړاندې له خپل يو ماشوم سره د پلار په کور کې ژوند کاوه، وويل: "زه نه غواړم چې ژوند مو خراب شي، غواړم چې اولادونه مې د خپل پلار تر سيوري لاندې لوى شي، خو خاوند مې بايد اصلاح شي او خپلو بديو ته پام وکړي، غواړم چې زموږ ستونزه د منځګړتوب له لارې هواره شي."

د دې مېرمنې خاوند چې هغه هم د ښځو چارو وزارت ته ورغلى و، نوموړى هم د منځګړتوب له لارې د کورنيو ستونزو د هوارولو پلوى و؛ خو ويې نه غوښتل چې په دې اړه د پژواک خبري اژانس له خبريال سره خبره وکړي.

د ښځو چارو وزارت د حقوقو برخې مشرې هم وويل چې دغه وزارت د هغوو قضيو په اړه چې خورا حساسې نه وي او د کورنيو ښيرازي په کې له منځه ولاړه نه شي، په قضيه کې ښکېلې غاړې څو ځلې د خبرو اترو لپاره غونډو ته وربولي څو د دوى تر منځ سوله راشي.

هغې زياته کړه چې منځګړتوب ډېرې ښې پايلې له ځان سره لري.

 

منځګړتوب کې د ښځوو نقش:

ښځوو هم د منځګړتوب پېښو کې د نارينو په څېر نقش لوبولى دى.

د ښځو چارو وزارت د پلان رياست کار کوونکې لطيفې عيني چې د منځګړتوب په برخه کې څه باندې ١٢ کلنه تجربه لري، وويل: "ما د خپلو دوستانو او خپلوانو کورنيو، دوه کاله يوه نادولتي دفتر او يو دوه ځلې د کورنيو چارو په وزارت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې د منځګړتوب نقش لوبولى دی او دا چې توانېدلې يم له دې لارې لسګونه ځوانان له تباهۍ وژغورم، خورا خوشحاله يم او ځان نېکمرغه احساسوم."

هغې زياته کړه چې د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي فارغه شوې ده؛ خو د منځګړتوب کړنلاره يې له خپل پلار څخه چې ستره محکمه کې يې د قاضي په توګه دنده ترسره کوله او د خلکو تر منځ يې منځګړتوب هم کاوه، زده کړې ده.

نوموړې زياته کړه: "يوه ښه خاطره مې دا ده چې يو کال مخکې د ښځو چارو وزارت د حقوقو رياست ته ولاړم او هلته دوو کسانو د خپلې کوژدې د فسخ کولو لپاره مراجعه کړې وه او نجلې ډېر بد وضعيت درلود، کله مې چې د دوى تر منځ منځګړتوب وکړ، دا دواړه د نامزدۍ له فسخ کولو څخه لاس پر سر شول؛ زما لپاره ډېره په زړه پورې خاطره ده."

نوموړې د تاوتريخوالو په پېښو کې د ښځو له لوري منځګړتوب د نارينه وو په نسبت ګټور وباله او ويې ويل چې ډېرى کورنۍ نارينه او ښځې د ښځو په منځګړتوب سره ځان ښه او ارام احساسوي؛ ځکه چې ښځې رقيق القلب دي.

همداراز لطيفې وويل چې له تاوتريخوالې سره مخ ښځې، تر ډېره له منځګړو ښځو سره ځان راحت احساسوي؛ ځکه کولى شي څو ستونزه له ټولو جزئياتو او ارام فکر سره له منځګړې مېرمنې سره شريکه کړي.

د هغې په خبره، له دې امله د ښځې منځګړتوب، ښې پايلې درلودى شي.

د مشرانو له لوري د قضيو غير رسمي هوارول

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ځينې پېښې رسمي ادارو ته له مراجعې پرته د قومي مخورو او کورنيو له لوري هوارېږي.

د کابل ښار کارته نو سيمې اوسېدونکى ٨٠ کلن حاجي محمدطاهر وويل چې تر اوسه يې د خپلوانو او ګاونډيانو په کورنيو کې څو پېښې د منځکړتوب له لارې د کورنۍ له نورو مشرانو سره هوارې کړې دي.

نوموړي وويل يو ښه خاطره لري هغه دا چې شپږ کاله وړاندې، ورېرې يې غوښتل څو له خپل خاوند څخه جلا شي؛ خو د کورنۍ مشرانو د منځګړتوب په پايله کې، موضوع حل شوه، مېرمن او خاوند اوس خوشحاله ژوند کوي.

د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ يو جهادي قوماندان علي مرجان وويل چې هغه هم د څو داسې پېښو په هواري کې نقش درلود، د نوموړي په وينا دا ډول اقدامات له دې امله د اهميت وړ دي چې د سيمې مخور او کورنۍ د موضوع حساسيت تر ډېره درکوي او پر بنسټ يې سمه پرېکړه کولى شي.

خو نوموړي زياته کړه: "په ځينو داسې مواردو کې ناسمې پرېکړې هم کېږي د ناسمو پرېکړو د مخنيوي لپاره غوره ده څو د قضيو د حل په جريان کې د منځګړو او قومي مشرانو ترڅنګ ، ديني عالمان هم ونډه ولري څو پرېکړې د اسلامي شريعت په رڼا کې ترسره شي."

پر هوارو شوو قضيو د څار اړتيا

د کابل پوهنتون د حقوقو استادې شهلا فريد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د منځګړتوب له لارې د تاوتريخوالي پېښو د هوارولو پلوۍ ده؛ ځکه له دې لارې کورنۍ نه زيانمنېږي.

خو هغې زياته کړه چې بايد په دې ميتود کې زياته پاملرنه وشي او د مسلکي او پوهو کسانو له لوري پر مخ ولاړ شي؛ ځکه ښايي د ځينو منځګړو له لوري د عدالت په رڼا کې پرېکړې ونه شي.

د نوموړې په اند، دمګړۍ په دې برخه کې د غير مسلکي کسانو له لوري د منځګړتوب پروسې پر مخ وړل او د قضيې له هواري څخه وروسته د منځګړي له لوري د څارنې نه شتون هغه ستونزې دي څو ځيني وختونه د يو شمېر ښځو حقونه تر پښو لاندې شي.

د شهلا فريد په وينا، د منځګړتوب له لارې له ترسره شوو پرېکړو څخه د څارنې نه شتون سبب کېږي چې د تاوتريخوالي يو شمېر قربانيان بيا له خشونت سره مخ شي.

دا حقوقپوه پر دې باور ده چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښو منځګړتوب د ښځو چارو په وزارت کې تر يوه حده د مسلکي کسانو له لوري ترسره کېږي؛ خو ډاډه نه ده چې د پېښو له هوارولو څخه وروسته د دغه وزارت له خوا يې څارنه وشي.

د ښځو چارو وزارت د حقوقو مشرې عزيزې عدالتخواه هم وويل چې له ښځو سره د تاوتريخوالي ډېرى قضيې د منځګړتوب له لارې هوارېږي او تر ډېره د ښځو چارو وزارت په کې ونډه لري.

نوموړې هم وويل چې تر دې دمه د منځګړتوب لپاره ځانګړى ميکانيزم شتون نه لري او منځګړتوب په جريان کې د سلا ورکولو له لومړنيو ميتودونو څخه استفاده کېږي.

خو عدالتخواه زياته کړه چې ياد وزارت د منځګړتوب پر مسودې کار کړى او ډېر ژر به نهايي شي.

هغې وويل چې له دې کړنلارې ځکه تر ډېره د پېښو په هواري کې ګټه اخيستل کېږي څو د کورنيو ښېرازي ګډوډه نه شي.

د هغې په وينا، دا ميتود د ښځو چارو وزارت کې د مسلکي کسانو له لوري پر مخ وړل کېږي؛ خو يو شمېر نادولتي ارګانونه شته چې د منځګړتوب چارې د نامسلکي کسانو له خوا ترسره کوي.

نوموړې د جزئياتو له ورکولو پرته ومنله چې ښايي په ځينو مواردو کې په دې برخه کې د غير مسلکي کسانو نه شتون له امله، حقونه تر پښو لاندې شوي وي.

همداراز هغې تاييد کړه چې د ښځو چارو وزارت تر اوسه د مقررې او کافي کارکوونکو د نه شتون په سبب د تاوتريخوالي پېښو له هوارولو څخه وروسته، نه ده توانېدلى څو د منځګړتوب پر مټ سمه څارنه وکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement