د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل د قواى مرکز سيمې د لرګيو په يو سراى کې اور لګېدلى دى

د کابل د قواى مرکز سيمې د لرګيو په يو سراى کې اور لګېدلى دى

Sep 18, 2016 - 11:43

کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٥): د کابل ښار د قواى مرکز په سيمه کې د لرګيو تختو په یوه سراى کې اور لګېدلى او دا مهال يې اطفايه د وژنې هڅې کوي.

د کابل ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند په ياده سيمه کې دغه اور نن له غرمې مخکې په څه باندې ١١ بجو لګېدلى او تر اوسه د اور لګېدنې علت نه دى معلوم.

دا مهال (له غرمې مخکې ۱۱ بجې او ۴۵ دقيقې) له سراى څخه چې لسګونه هټۍ لري، د اور لمبې او لوګي پورته کېږي او ياد سراى ته څېرمه هټۍ وال له وېرې له هټيو خپل مالونه وباسي.

اطفائيه د اور د وژلو هڅې کوي، خو سراى په داسې ځاى کې موقعيت لري چې د اطفايې موټر نږدې نه شي ورتلاى.

پوليس هم په سيمه کې دي او خلک نه پرېږدي چې ياد سراى ته نږدې ورشي.

په دې اړه جزئيات به وروسته خپاره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د زمري په ١٤مه د کابل ښار په ميرويس ميدان سيمه کې د اباسين ځدراڼ ١٢ پوړيز مارکېټ کې اور ولګېد چې له امله يې ټول مارکېټ وسوځېد.

په دې اور لګېدنه کې يو تن چې د اور په لمبو کې راګېر و، د دغه مارکېټ له لسم منزل څخه ځان وغورځاوه او ځاى پر ځاى يې ساه ورکړه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement