د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کورنيو چارو وزارت د پوليسو په ليکو کې اصلاحات پيل کړل

د کورنيو چارو وزارت د پوليسو په ليکو کې اصلاحات پيل کړل

Jan 21, 2017 - 16:21

کابل(پژواک، ۲ سلواغه ۹۵): د کورنيو چارو وزارت د پوليسو په ليکو کې د اصلاحاتو چارې پيل کړي  او د پوليسو د ستونزو د څېړلو او لرې کولو په موخه يې شل کاري ډلې په کار ګومارلې دي.

دغه څرګندونې د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي نن  په کابل کې خبريالانو ته وکړې.

هغه زياته کړه چې دغه وزارت د ژمي په موسم کې ځينو پروګرامونو ته لومړيتوب ورکړی چې په هغه کې د امنيتي ځواکونو د ظرفيتونو لوړول، د ځواکونو اکمال او تجهيز  او د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د هغو امنيتي ادارو بيا پياوړي کول چې د جګړو له امله ډېرې زيانمنې شوې دي.

دی زياتوي چې په ورته وخت کې د پوليسو په بېلو بېلو ادارو کې د اصلاحاتو د راوستو چارې  او د  هغو ننګونو لرې کول پيل شوي چې دا مهال پوليس د اکمالاتو او تجهيز په برخو کې ورسره مخ دي.

دی وايي:" دا مهال د کورنيو چارو وزارت د مرستيالانو په مشرۍ شاوخوا د څېړنې ۲۰ ټيمونه ولايتونو ته لېږل شوي ترڅو د پوليسو ستونزې په جدي ډول وڅېړي او تر څېړنې وروسته به د ستونزو د لرې کولو په موخه د کورنيو چارو وزارت تاميناتي او لوجستيکي ادارې لاس په کار شي."

د هغه په وينا، د کورنيو چارو وزارت هڅه کوي چې د ژمي په موسم کې د پوليسو شته ستونزې  له منځه يوسي. 

دغه راز ده  زياته کړه چې د کورنيو چارو وزير له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي کړنې ترسره کړي او هڅه کوي چې د چارو د لاسمون په موخه د فساد پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړي.

صديقي وويل چې په تېره يوه مياشت ګډو افغان ځواکونو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ٧٠٠ پوځي عمليات تر سره کړي دي.

دى وايي چې په دې عملياتو کې ٨٠ تنه پوليس او سلګونه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له يادو عملياتو څخه  شل د پوليسو ځانګړو ځواکونو تر سره کړي چې په ترڅ کې يې په کندوز ولايت کې ٤٣ وسله وال مخالفين ووژل شول.

 ده وويل چې دا مهال په کندوز، ارزګان، فراه، ننګرهار، هلمند او غزني ولايتونو کې د ملي اردو او ملي پوليسو عمليات روان دي.

صديقي د ولسي جرګې له خوا د قانون د هغې طرحې تصويبول وستايل چې له مخې يې رسنۍ بايد د دولتي ځواکونو وژل شوو کسانو ته د شهيد کلمه وکاروي.  هغه وايي چې دغه کار د دولتي ځواکونو مورال لوړوي . ده له رسنيو وغوښتل چې دغې پرېکړې ته درناوى وکړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند د امريکا متحده ايالاتو له نوي مشرتابه وغوښتل چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، ځکه په وينا يې افغانستان له تروريزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې پروت دی.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement