د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سړې هوا او واورې ورېدو له امله ٤٠ کسان مړه شوي دي

د سړې هوا او واورې ورېدو له امله ٤٠ کسان مړه شوي دي

Feb 05, 2017 - 16:14

 کابل(پژواک، ١٧ مرغومى ٩٥): پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت وياند وايي چې په ٢٥ ولايتونو کې د سختې واورې ورېدنې او واورو ښويېدنو له امله شاوخوا ٤٠ کسان مړه شوي او نږدې ١٦ نور ژوبل شوي دي.

 پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وياند عمر محمدي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو درېيو ورځو کې په ٢٥ ولايتونو کې واوره ورېدلې چې تر ټولو زيات مالي او ځاني زيانونه يې  په پروان او سرپل ولايتونو کې اړولي دي.

هغه زياته کړه چې د وروستۍ واورې ورېدنې په سبب د استوګنې ١٨ کورونه په بشپړ ډول ويجاړ شوي، ٤٠ يو څه زيانمن شوي ، شاوخوا ٦٠٠ څاروي مړه شوي او څه باندې لس زره جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.

 پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت وياند وويل چې د سختې واورې ورېدنې او سړې هوا په پايله کې تر اوسه پورې ٣٧ کسان مړه شوي او ١٦ نور ژوبل شوي دي.

د هغه په خبره، په دې واوره ورېدنو کې د ځينو ولايتونو او ولسواليو نښلوونکې لارې تړل شوې چې همدا مهال د کابل- بلخ، کابل- کندهار لويې لارې د مسافرو پر مخ تړل شوې دي.

نوموړي وويل چې د واورې ورېدنې او ښويېدنې له امله د هېواد ځينې برخې په ځانګړي ډول اوونۍ غاښى، حاجيکګ غاښى، د بدخشان، سرپل، سمنګانو، پروان، غور او ... نښلوونکې لارې بندې شوې او دا چاره ددې سبب شوې چې زيانمنو ته د مرستو رسولو لړۍ بنده شي.

 محمدي څرګنده کړه چې د ولسمشر د لارښوونې له مخې، زيانمنو ته د مرستو رسولو لړۍ پيل شوې او د هر ولايت زيانمنو ته له دوه نيم ميليونو تر پنځو ميليونو افغانۍ په پام کې نيول شوې دي.

په ورته وخت کې د فوايد عامې وزارت وياند هم وويل چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د واورې پاکونې او اسانتياوو رامنځته کولو عمليات روان دي.

هغه زياته کړه، کوم مسافر چې تېره شپه د غزني ولايت د مقر او قره باغ ولسواليو ترمنځ بند پاتې وو، د غزني ولايت د مقام او اړوندو ادارو له لوري امنو ځايونو او هوټلونو ته لېږدول شوي چې لګښتونه يې دولت ورکوي او د پاکونې چارې يې د قرار دادي شرکتونو له لوري پيل شوي چې د نن ورځې تر پايه به پاى ته ورسېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement