د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پر داوود خان روغتون د بريد په تړاو يوولس کسان نيول شوي

پر داوود خان روغتون د بريد په تړاو يوولس کسان نيول شوي

Mar 14, 2017 - 17:44

کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٥): د مشرانو جرګې ګومارل شوى پلاوى، د داوود خان پر ٤٠٠ بستريز روغتون بريد د ځينو امنيتي چارواکو له همکارۍ پرته ناممکن بولي او وايي چې د روغتون امنيتي مسوولين له ياد پلاوي سره خبرو کولو ته نه دى چمتو شوى.

  د روانې مياشتې په ١٨ مه نېټه يو شمېر وسله والو مخالفينو د سردار محمد داوود خان پر روغتون بريد وکړ. چارواکي وايي چې په ياد بريد کې ٤٩ کسان وژل شوي او شا وخوا پنځوس نور ټپيان شوي دي، خو د ولسي جرګې ځينو غړو ويلي چې په دغه بريد کې له ١٧٠ زيات کسان وژل شوي او ١٥٠ نور ټپيان دي.

د دې بريد مسووليت د داعش په نوم وسله والې ډلې پر غاړه اخيستى دى.

 د مشرانو جرګې د امنيتي او دفاعي چارو کمېسيون مشر محمد هاشم الکوزي، چې د سردار محمد داوود پر روغتون د شوي بريد په اړه د ګومارل شوي پلاوي مشري پر غاړه درلوده، د جرګې په نننۍ ناسته کې وويل، د ياد پلاوي غړي روغتون ته ولاړل او له ناروغانو او ډاکټرانو سره يې د بريد پر څرنګوالي خبرې اترې وکړې.

 دغه راز نوموړي زياته کړه، پلاوي د پېښې له سيمې او هغو ځايونو چې بريد کوونکي يې له لارې داخل شوي؛ ليدنه کړې ده.

 هغه وويل: "د روغتون د يو شمېر امنيتي چارواکو د بې پروايۍ له امله دغه پېښه رامنځته شوې او د امنيتي چارواکو له همکارۍ پرته روغتون ته د بريد کوونکو ننوتل او د چاودېدونکو توکو او مهماتو لېږدول؛ امکان نه لري."

نوموړي زياته کړه، پر دې سربېره چې د ملي دفاع وزارت مشرتابه او د سردار داودخان روغتون چارواکي، روغتون د حقيقت موندونکي پلاوي له ورتګ په جريان کې وو، خو د روغتون امنيتي مسوولينو بيا هم له پلاوي سره خبرې کولو ته حاضر نه شول.

 خو د هغه د معلوماتو پر بنسټ، د روغتون روغتيايي چارواکي يوازې له پلاوي سره ليدو ته حاضر شول، خو دوى هم د پېښې د څرنګوالي په اړه له ډېرو جزياتو ډډه کوله.

 هغه وويل: "زموږ پوښتنو ته يې ځواب ونه وايه، هر يوه يې يوازې بيا-بيا د جګړې کيسې کولې."

 د نوموړي په وينا، د ياد روغتون د روغتيايي چارواکو د معلوماتو له مخې، ياد بريد د تېرو دريو مياشتو په موده کې طرحه او پلان شوې وه او بريد کوونکو ته د روغتون نقشه په واک کې ورکړل شوې وه.

 الکوزي زياته کړه، تر اوسه د ياد بريد په تړاو د روغتون د ډاکټرانو او منسوبينو په ګډون يوولس کسان نيول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

 د مشرانو جرګې د دفاعي چارو کميسيون مشر، له هغو امنيتي چارواکو پر څېړنې د ټينګار ترڅنګ، چې د يادې پېښې پر مهال يې بې پروايي او د پېښې مخنيوى يې نه دى کړى، وويل: "ترڅو چې مکافات او مجازات په سمه توګه پلي نه شي نو موږ هره ورځ د دا ډول پېښو شاهدان يوو."

مشرانو جرګې، د روانې اونۍ د يکشنې به په ورځ پرېکړه کړې، چې راتلونکې اونۍ يکشنبه به د يادې پېښې په تړاو د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت رييس استجوابوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement