د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بلخ ولايت کې ۱۳ ځوانان په ډليزه توګه د طالبانو لخوا وژل شوي

په بلخ ولايت کې ۱۳ ځوانان په ډليزه توګه د طالبانو لخوا وژل شوي

Jul 01, 2017 - 23:07

مزارشريف (پژواک، ۱۰چنګاښ ۹۶) د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې نن ماذيګر ۱۳ ځوانان، د وسلوالو طالبانو لخوا په يو جومات کې د ناستې پر مهال په ډليزه توګه وژل شوي دي.

دغه ځوانان د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي وو، چې د نامعلوم تړاو او نامعلوم لامل له وجې چمتال ولسوالۍ ته ځي او هلته وژل کېږي.

د بلخ امنيه قومنداني د يادې پېښې پخلی کوي؛ خو وژل شوي کسان دوی پورې تړاو نه لري. د امنيه قومنداني وياند شېرجان دوراني د چنګاښ په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په چمتال ولسوالۍ کې له رامنځ ته شوې پېښې معلومات لري؛ خو ويې ويل، چې پکې وژل شوي ځوانان د پوليسو ليکو پورې تړاو نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه پېښه کې ټول وژل شوي ځوانان نه ملي پوليس دي او نه هم سيمه ايز پوليس (اربکيان) هغه په پېښه کې د وژل شويو ځوانانو د کره شمېرې په تړاو هم ناخبري وښوده.

پخو په پارلمان کې د بلخ د خلکو استازې مېرمن ګلالۍ نور ساپۍ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وژل شوي ټول ځوانان د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

هغژ زیاته کړه: ((دغه ځوانان رښتيا هم نه ملي پوليس دي، نه اربکيان دي او نه هم خيزش مردمي؛ خو دا پوښتنه ماته پيدا ده، چې ولې د چمتال د نوشار غوندې ناامنه سيمې ته تللي دي.))

د هغهپه وينا په وژل شويو ځوانانو کې د سخي په نامه د يو تن د يوې کورنۍ اووه تنه ځوانان وژل شوي، چې د ټولو وژل شويو شمېر ۱۳ تنه دی. مېرمن ګلالۍ وويل، چې د وژل شويو ځوانانو سربېره څلور تنه نور وسلوالو طالبانو ژوندي نيولي دي. د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي سيدعالم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په وژل شويو ځوانانو کې د ولايت خان په نامه کس يې کليوال و. نوموړي زياته کړه، چې ولايت خان نه اربکي و او نه هم د خيزش مردمی کومې ډلې پورې يې تړاو درلود. د هغه په وينا له ولايت خان څخه يوه وړه لور او څلور زامن پاتې شول. ګلالۍ نور ساپۍ ټينګار وکړ، چې د يادې پېښې تر شاه ورته کوم توطيه ښکاري، چې بايد د بلخ پوليس د ټولو وژل شويو کسانو سمه پېژندنه وکړي او دا په ډاګه کړي، چې دغه ځوانان ولې، چمتال ته لېږل شوي وو، چا لېږلي وو او ولې ووژل شول. د بلخ امنيتي مسوولین وايي، چې د پېښې په تړاو د معلوماتو راټولېدو په حال کې دي او ډېر ژر به يې په اړه څېړنې هم پيل کړي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement