د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

معترضين: هيچا ته اجازه نه ورکوو چې له موږ د ژوند کولو حق واخلي

معترضين: هيچا ته اجازه نه ورکوو چې له موږ د ژوند کولو حق واخلي

Jul 12, 2017 - 20:23

زرنج (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٦): د نيمروز ولايت ځوانانو او مدني فعالانو په هېواد کې د بندونو جوړولو په اړه د ايران د ولسمشر څرګندونې، د افغانستان په چارو کې څرګنده لاسوهنه وبلله او ټينګار يې وکړ، چې له ايران سره د اوبو شخړه بايد د خبرو اترو له لارې حل شي.

دغه معترضين چې شمېر يې لسګون, کسانو ته رسېده، نن د نيمروز مرکز زرنج ښار کې لاريون وکړ او د "زموږ اوبه زموږ حق دى"، "اوبه زموږ عزت او حيثيت دي"، "نړيوال ټولنه بايد په دې پوه شي چې افغانان په ځانګړي ډول د نيمروز خلک د خپل ژوند له حق دفاع کوي"، "موږ د اوبو بندونو له جوړولو ملاتړ کوو"، او "هيچا ته اجازه نه ورکوو چې له موږ د ژوند کولو حق واخلي"؛ شعارونه ورکول.

د دغه لاريون يوه ګډونوال او مدني فعال محمد بهرام حقمل، پژواک خبري اژانس ته وويل: "زموږ اوبه، زموږ حق دى او له خپل دغه حق به دفاع وکړو."

هغه زياته کړه، د هلمند اوبو په اړه بايد د افغانستان او ايران د وخت د لومړي وزيرانو موسى شفيق او عباس هويدا تر منځ په ١٣٥١ لمريز کال کې د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې عمل وشي.

د افغانستان د شاهي دولت لومړي وزير موسى شفيق او د ايران شاهنشاهي دولت لومړي وزير امير عباس هويدا د ١٣٥١ لمريز کال د کب مياشتې په ٢٢ مه نېټه په کابل کې يو هوکړه ليک لاسليک کړ، چې يوه مقدمه، ١٢ مادې او دوه ضميمې يې درلودې، چې پر بنسټ يې د هلمند له اوبو د ايران برخه معلومه شوې ده.

خو ولسمشر محمد اشرف په دې اړه څو ځلې ويلي، چې دغه هوکړه د افغانانو او سولې په ګټه ده او عملي کول يې د حکومت لومړيتوب دى.

د ياد لاريون يوه بل ګډونوال مصطفى بلوچ په هېواد کې د بندونو جوړولو په اړه د ايران د ولسمشر نيوکې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه وبلله او ويې ويل: "هيڅوک هم زموږ په کورنيو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري او بايد دغې موضوع ته له سوله ييزې لارې لاسرسى وشي."

دا په داسې حال کې ده، چې د ايران ولسمشر په دې وروستيو کې په افغانستان کې د اوبو بندونو پر جوړولو نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې ايران په افغانستان کې د کجکي، کمال خان، سلما او نورو بندونو په اړه چې د ايران پر خراسان، سيستان او بلوچستان سيمو اغېز کوي؛ بې تفاوته پاتې شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement