د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

زابل او ننګرهار کې ځینې وسله وال وژل شوي او نیول شوي

زابل او ننګرهار کې ځینې وسله وال وژل شوي او نیول شوي

Aug 09, 2017 - 13:35

جلال اباد- کلات (پژواک، ١٨ زمرى ٩٦): چارواکو په ننګرهار او زابل ولايتونو کې د پنځو وسله والو د وژل کېدو او د څلورو نورو د نيول کېدو خبر ورکړى دى.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د زمري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ په شلمزو ولسوالۍ کې له ملي اردو ځواکونو سره په يوه نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

هغه زياته کړه چې په دې نښته کې سرتېرو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

نوموړي دغه راز وويل چې په همدې ولسوالۍ کې دوه نور وسله وال د  خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

بلخوا د ننګرهار چارواکي وايي چې د يوه انسان تښتوونکي په ګډون پنځه وسله وال نيول شوي دي.

د ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پوليسو د اچين، هسکه مېنې او نازيان ولسواليو په مربوطاتو کی د يو بهرني وګړي  په ګډون څلور وسله وال مخالفين نيولي دي.

سرچينې زياته کړې، دغه راز د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې يو انسان تښتوونکى نيول شوی دى.

سرچينې ويلي چې په نيول شوو کسانو کې د داعش یو بهرنى وسله وال غړى هم شامل دى.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت پوليسو شل کيلوګرامه هيرويين نيولي دي.

د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته وويل چې پوليسو دغه نشه يي توکي د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخېلو په سيمه کې له يوې ريکشا څخه ترلاسه کړي.

هغه زياته کړې چې له دې توکو سره د تړاو په تور يو کس نيول شوی او تر پلټنو لاندې دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement