د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

شاجوی کې امنیتي ځواکونو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

شاجوی کې امنیتي ځواکونو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

Aug 12, 2017 - 14:24

کندهار (پژواک، ۲۱ زمری ۹۶): د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او  وسله والو طالبانو تر منځ جګړه شوې چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شاجوی ولسوال وزیر محمد جوادي د زمري په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، د وسله والو طالبانو یوې لویې ډلې تېره شپه د دغې ولسوالۍ په لالي کلي، خان کلي، عبدالرووف کلا او ناصر کلا سیمو کې د سیمه یيزو پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل.

هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونو له مخکې د وسله والو د بریدونو په اړه معلومات درلودل چې پر وړاندې يې سخت مقاومت وکړ.

دی وايي، د دواړو لورو تر منځ جګړې درې ساعته دوام وکړ چې په پایله کې یې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

دغه راز ده وویل چې په دې جګړه کې شپږ سیمه ییز پولیس او  يو ملي پولیس وژل شوي او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د ده په وینا، وسله والو پلان درلود چې د سیمه ییزو پولیسو پنځه پوستې سقوط کړي، خو ناکام شول.

دی وايي، سیمه د امنیتي ځواکونو په لاس کې ده او د وسله والو د ورته ګواښونو د مخنیوي په موخه یې عملیات پیل کړي چې لا هم دوام لري.

د دغې جګړې په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement