د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غني: پوهنتونونو کې نفاق، تفرقې او کوچني سياست ته ځاى نشته

غني: پوهنتونونو کې نفاق، تفرقې او کوچني سياست ته ځاى نشته

Aug 17, 2017 - 17:33

کابل (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٦): ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد په تحصيلي نظام کې د بنسټيز بدلون پر اړتيا د ټينګار تر څنګ وايي چې په پوهنتونونو کې نفاق، تفرقې او کوچني سياست ته ځاى نشته، پوهنتون بايد د عقدې مرکز نه وي، بلکې د عقدو له منځه وړونکی وي.

ولسمشر چې کابل پوهنتون کې يې د ١٣٩٦_١٣٩٧ تحصيلي کال د پيل مراسمو ته خبرې کولې، وويل، کوم فرصت چې نن له محصلينو سره دى، په تېرو ٤٠ کلونو کې له هېڅ نسل سره نه و او توقع دا ده چې دغه نسل افغانستان له بې ثباتۍ نه ثبات، له بېوزلۍ نه سوکالۍ، له جګړې نه تلپاتې سولې او له نفاق نه اتحاد ته ورسوي.

 نوموړي محصلينو ته په خطاب کې وويل:((که چېرته پوهنتونونه د لنډمهاله لانجو مرکزونه وي، تاسې خپل تاريخي رسالت له لاسه ورکوئ، که چېرته پوهنتونونه د مثبت او جوړوونکي فکر مرکزونه کړئ، تاسې خپل رسالت ترسره کړى دى.))

هغه وويل محصلين حق نه لري چې له ملي يووالي او ملي حاکميت پرته د ټولو قضيو په اړه پوښتنه وکړي؛ ځکه کومه ټولنه چې د خپل اساسي قانون حدود ونه پېژني، هغه ټولنه ثبات ته نه رسېږي، د افغانستان د خلکو ملي وثيقه اساسي قانون دى.

هغه ټينګار وکړ:((نه چپ يم نه راست، بلکې سوچه مسلمان او افغان يم، د ټولو خلکو کوچني هويتونه وياړ دى.))

ولسمشر زياته کړه، که چېرې په پوهنتونونو کې منفي افکار پاتې شي، هغه محدود نه پاتې کېږي، د افغانستان په تاريخ کې د ډيموکراسۍ او نورو لسيزو ټولو بحرانونو له پوهنتونونو سرچينه اخيستې ده.

غني وويل:((ليليه محصلينو ته ځاى د دې ټولنې برخه نه ښکارېده، ځان ورته انزوا کې ښکارېده، وروسته مو وليدل چې له ټولنې يې څه غچ واخيست، پوهنتون بايد د عقدو پر مرکز بدل نه شي، پوهنتون بايد د عقدو پرانیستونکى وي.))

ولسمشر پر دغه ټکي د ټينګار تر څنګ چې پوهنتونونو کې نفاق، تفرقې او کوچني سياست ته ځاى نشته، وويل: ((دا بايد هېر نه کړو چې موږ د دې ټولنې تر ټوله نېکمرغه کسان يو، کله چې پوهنتونونو ته راځو، بايد درک کړو چې دا يوازې يو فرصت نه دى، بلکې يو مسووليت هم دى، له دې اړخه بايد د پوهنتون فرهنګي فضا د راتلونکې جوړوونکې وي.))

 هغه زياته کړه چې ځوان نسل د دې خاورې تر ټولو ستره پانګه ده، که چېرې دغه قشر د ټولنې هرې برخې ته رغنده ليد لورى ونه لري، يو مثبت تصوير وړاندې نه کړي، د نورو هڅې ګوښې ته غورځي، د افغانستان د راتلونکي کيلي له ځوانانو سره ده.

ولسمشر له ځوانانو وغوښتل چې د سياسي ثبات، تلپاتې اقتصادي ودې، ټولنيز پيوستون، ملي يووالي او ډيموکراسۍ فرهنګ د ټينګښت لپاره د تحول پروسه مديريت کړي.

 خو غني ټينګار وکړ چې د ديکتاتورۍ له لارې د افغانستان مديريت  امکان نه لري، په موږ کې د ديکتاتورۍ فکر نشته، زموږ په تاريخ کې يې هم هېڅ وخت پايله نه وه، پر دغه بنسټ هغه کلتور چې پوهنتون يې استازولي کوي، د بحث او مباحثې فرهنګ دى چې يو بل ته بايد قناعت ورکړو.))

ولسمشر په لوړو زده کړو وزارت کې د بنسټيز بدلون پر اړتيا ټينګار وکړ او ویې ويل چې اوسنى سيستم يې ميراثي دى، د نوي نسل اړتيا نه پوره کوي، بايد په دې اړه فوري اقدامات وشي.

د يادونې ده، د کابل پوهنتون په نننيو مراسمو کې ولسمشر ته افتخاري دوکتورا ورکړه او ولسمشر دا تر ټولو مهمه  دوکتورا وبلله.

 د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبداللطيف روشان هم په لوړو زده کړو وزارت کې پر اصلاحاتو ټينګار وکړ او ويې ويل چې دغه وزارت د لوړو زده کړو د معياري کولو لپاره لس کلن ليدلوری لري چې په دغه لس کلن  ليدلوري  کې پر اقتصاد بسيا پوهه وړاندې کېږي او د دغه ليدلوري له مخې پوهنتونونه د علم او پوهې په توليد کې بنسټيز رول لوبوي او د زده کړو بنسټونه د لوړو زده کړو له نړيوال کلي سره نښلول کېږي.

هغه وويل: "د دغه ليدلوري يوه برخه د وړتيا له مخې پر زده کړې ولاړه ده چې د(پوهې، تجربې او وړتيا) پر درېيو چورليزونو ولاړه ده چې د دغه ليدلوري په تطبيقولو سره محصلين د پوهې تر څنګ تجربه هم ترلاسه کوي. "

دغه راز د کابل پوهنتون رييس حميدالله فاروقي په دغو مراسمو کې په ياد پوهنتون کې د ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل چې د کابل پوهنتون ونه توانېد چې د سيمې او نړۍ په پوهنتونونو کې د باور درجه بندۍ او د رتبو په لړۍ کې خپل ځاى وساتي.

نوموړي زياته کړه چې پوهنتون د پخوا په شان له امکاناتو او مالي پلوه په بد وضعيت کې قرار لري او د کيفي، تحقيقي پراخ تيايي فعاليتونو، د ملي او نړيوالو غونډو د جوړېدو لپاره هېڅ ډول امکانات نه لري، دغه پوهنتون او نور دولتي پوهنتونونه د اړينو اکاډميکو او اداري واکونو د نه شتون له امله کړېږي.

هغه د دې په بيانولوسره چې د محصلينو د شمېر او د هغوى غوښتنو، وړتياوو،برابرو امکاناتو نه رعايت د دغو پوهنتونونو جدي ستونزه ده وويل: "پر ټولو ننګونوسربېره، د ځانګړو کړيو مداخلې او د پوهنتون له چاپېريال څخه اغېزمن سياست د پوهنتوني پروګرامونو د څېړنې په ډګر کې زموږ ستونزې زياتې کړې دي. "

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement