د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پر "امام زمان" جومات بريد کې ٢٨ تنه وژل شوي او ٥٠ ټپيان دي

پر "امام زمان" جومات بريد کې ٢٨ تنه وژل شوي او ٥٠ ټپيان دي

Aug 26, 2017 - 18:02

کابل (پژواک،٤وږى٩٦): د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په قلعه نجارا کې د "امام زمان" جومات پر لمونځ کوونکو د ځانمرګي بريد له امله د ٤ پوليسو په ګډون ٢٨کسان وژل شوي او د ٩ پوليسو په ګډون ٥٠ تنه ټپيان دي.

پرون (د جمعې ورځ، د وږي٣مه) له غرمې وروسته پر يوه نيمه بجه د کابل ښار د پوليسو د يوولسمې امنيتي حوزې اړوند د قلعه نجارا سيمه کې پر امام زمان جومات د ځانمرګو يوې ډلې بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو او بريد کوونکو ترمنځ له څلور ساعته ډېره نښته روانه وه.

د کورنيو چارو وزارت په هغې خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، ويل شوي چې د کابل ښار د پوليسو د پلټنو او د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د ٣ مېرمنو او څلورو پوليسو په شمول ٢٨کسان وژول شوي او د ٩پوليسو په ګډون ٥٠ کسان ژوبل دي.

د کورنيو چارو وزارت په جومات کې پر لمونځ کوونکو بريد د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف ګڼي او وايي، وسله والو مخالفينو د جګړې په ډګر کې ماتې خوړلې او د خپلو ماتو د پټولو په موخه پر ولسي کسانو بريدونه کوي.

د سرچينې په وينا، پوليس د دغې ترهګرې پېښې د عاملينو د موندلو او سزا کولو لپاره هېڅ ډول هڅه نه سپموي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement