Status message

د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لاریون کوونکي: د اسلام ضد پاڼو خپرېدل او د برما مسلمانانو وژل غندو

لاریون کوونکي: د اسلام ضد پاڼو خپرېدل او د برما مسلمانانو وژل غندو

Sep 12, 2017 - 14:11

کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٦): په قره باغ ولسوالۍ کې شاوخوا دوه زره لاريون کوونکو په برما کې د مسلمانانو وژنه او د کابل شمال کې د امريکايي ځواکونو له لوري د تبليغاتي پاڼو خپرول وغندل او ويې ويل چې د اسلام مبارک دين لپاره قربانۍ ته چمتو دي.

امريکايي ځواکونو ٩ ورځې مخکې په پروان او کاپيسا کې د هوا له لارې داسې تبليغاتي پاڼې شيندلې چې په کې يو زمرى په سپين سپي پسې چې کلمه طيبه پرې لیکل شوې، منډې وهي.

د کابل د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکو چې شمېر يې شاوخوا دوه زره کسانو  ته رسېده، نن له غرمې وړاندې شاوخوا لس بجې د ولسوالۍ په مرکز کې لاريون وکړ او د بهرنيو ځواکونو دغه عمل يې پر سختو ټکو وغانده.

لاريون کوونکو له ځان سره د (مرګ پر امريکا) شعارونه لېږدول او د کابل- قره باغ لويه لار يې نن سهار له اتو بجو نه تر شاوخوا دوولسو بجو پورې د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

لاريون کوونکو شنه، سپين او ملي بيرغونه له ځان سره لېږدول.

د قره باغ يوه مخور ملک عبدالعزيز چې د لاريون کوونکو په استازولۍ يې خبرې کولې، وويل چې د يادو شوو پاڼو خپرېدل، د اسلام مقدس دين ته سپکاوى دى.

هغه زياته کړه: ((موږ د چا دين ته سپکاوى نه کوو؛ ځکه چې بهرنيانو زموږ دين او ايين ته سپکاوى کوي... موږ له خپله سره تېر يو، خو له خپل دين څخه نه تېرېږو.))

د لاريون بل ګډونوال جمشيد وويل چې امريکايانو له دې امله د اسلام مبين دين ته سپکاوى کړى چې د مسلمانانو غبرګون و ازمايي.

جمشيد زياته کړه: ((موږ د اسلام مبين دين  لپاره له خپل سر او مال نه تېر يو.))

لاريون کوونکو نن غرمه مهال خپل لاريون پاى ته ورساوه او غوښتنه يې وکړه، څو هغه کسان مجازات شي چې دغه پاڼې يې چاپ او خپرې کړې دي.

د يادونې ده، په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو يوه چارواکي د دغه پاڼو د خپرېدو په تړاو بښنه غوښتې او ويلي يې دي چې د دې کړنې عاملين نا اګاهانه ډول د اسلام مبارک دين ته سپکاوى کړى او موضوع به وڅېړي.

په برما کې د مسلمانانو وژنه

د راپورونو له مخې، د برما د اراکان ولايت مسلمانان له شپېتو کلونو راهيسې چې د برما هېواد رامنځته شوى، د ځايي حکومت له لوري له ګڼو ستونزو سره مخ دي او تر څنګ يې بودايي مذهبي او بنسټپاله ډله له څو کلونو راهيسې هغوى ځوروي، وژني يې او له خپلو سيمو يې شړي.

راپورونه وايي چې په وروستيو درېيو کلونو کې څه باندې دوه زره روهنګيا مسلمانان وژل شوي او څه باندې لس زره نورو خپل کورونه پرېيښي دي.

روهنګيا مسلمانان اوسمهال په لنډ مهاله پنډغالو کې ژوند کوي او د پوليسو تر څار لاندې دي. دوى د سفر اجازه نه لري او حتى له اجازې پرې لنډ سفرونه هم نه شي کولى.

د قره باغ لاريون کوونکو د روهنګيا مسلمانانو وژنه وغندله او له هغوى يې خپل ملاتړ اعلان کړ.

ملک عبدالعزيز وويل چې په برما کې مسلمانان په ناوړه وضعيت کې دي او بايد د نړۍ ټول مسلمانان د هغوى د دفاع، د بودايانو او برما حکومت د ظلم پر وړاندې ودرېږي.

په ورته وخت کې د عبدالغفور په نامه يوه لاريون کوونکي نيوکه وکړه او ویې ويل چې د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان پرته د بل هېڅ کوم هېواد چارواکي د روهينګيا مسلمانانو پر وړاندې خپل غږ نه اوچتوي.

هغه د نړۍ له مسلمانانو وغوښتل چې د برما د حکومت او افراطي بودايانو د ظلم پر وړاندې ودرېږي او د برمايي مسلمانانو له حقونو دفاع وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت هم له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړيوالو بنسټونو او نورو هېوادونو نه غوښتنه کړې چې په برما کې د بشري ضد جنايتونو او تاوتريخوالي کې ښکېلو افرادو پر ضد لاس په کار شي.

عبدالغفور او عبدالعزيز وويل چې د قره باغ اوسېدونکي حاضر دي چې د مسلمانانو د دفاع لپاره برما ته لاړ شي.

د هېواد په  ځينو نورو ولايتونو کې هم ورته لاريونونه شوي، له ملګرو ملتونو او نړيوالو سازمانونو يې غوښتنه کړې چې د دغه بشري جنايت پر وړاندې غږ پورته کړي.

پرون ولسي جرګې هم په برما کې د مسلمانانو وژنه او د بهرنيانو له لوري د تبليغاتي پاڼو خپرول وغندل او په دې اړه يې د حکومت د پلټنو غوښتنه اوکړه او زياته يې کړه چې اسلامي هېوادونه په ځانګړي ډول د افغانستان دې د برما له دولت سره خپلې اړيکې پرېکړي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement