د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له پکتيا خوست ته کډه شوې کورنۍ مرستې غواړي

کډوال

ارشيف

له پکتيا خوست ته کډه شوې کورنۍ مرستې غواړي

Sep 13, 2017 - 11:26

خوست ښار (پژواک، ۲۲ وږی ۹۶): د پکتيا له جاني خېلو د نا امنيو له امله خوست ولايت ته کډه شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو غوښتنه کوي چې د لومړنيو خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ورسره وکړي.

د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی لوګرخانچې له خپلې کورنۍ سره څو اوونۍ مخکې خوست ښار ته راکډه شوی او په کرايي کور کې اوسېږي، وايي چې لومړنيو خوراکي او غير خوراکي توکو ته جدي اړتيا لري.

لوګر خان د وږي په ۲۲مه  پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د پرله پسې جګړو له امله يواځې د ځانونو په را ايستلو بريالي شوي او ټول سامان يې په کور کې پاتې شوی دی.

ده زياته کړه: ((هلته د خلکو کورونو ته ډېر زيان ورسېد. موږ درې اوونۍ محاصره پاتې وو، يواځې مو دومره وکولای شول چې له يو جوړ جامو سره را ووځو.))

دوه مياشتې مخکې د جاني خېلو ولسوالۍ پر مرکز د ډله ييزو بريدونو له کبله دوه ځلې د طالبانو په لاس سقوط شو او دواړو غاړو يو او بل ته په کې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کولې.

پر دې سربېره د چارواکو او ځايي خلکو په وينا، سلګونه کورنۍ له دې امله د خپلو کورونو پرېښودو ته هم اړې شوې چې په جګړو کې ورته د سر زيان ونه رسېږي.

د جاني خېلو اوسېدونکی حکيم فيصل وايي چې له يادې ولسوالۍ څخه ډېری بې ځايه شوې کورنۍ د پکتيا مرکز ګردېز، څمکني ولسوالۍ او خوست ته کډه شوې دي.

نوموړي له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال پر دولت او مرستندويه بنسټونو نيوکه وکړه چې له يادو بې ځايه شويو خلکو سره يې په خپل وخت لازمه مرسته نه ده کړې.

هغه وويل: ((بېړنۍ مرسته څه معنی لري؟ که په يوه نيمه مياشت کې چا ته مرسته ونه رسېږي، نو دې ته موږ بېړنۍ مرستې ويلی شو؟. زه د ټولو بې ځايه شوو په استازيتوب د خوست له چارواکو سخته ګيله لرم. لکه څنګه چې لازمه وه، هغسې مرسته يې له موږ سره نه ده کړې.))

په همدې ترڅ کې د خوست د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس محمد هاشم حليم وايي چې له جاني خېلو ولسوالۍ څخه د وروستيو جګړو له امله دغه ولايت ته څه باندې ۲۰۰ کورنۍ راکډوالې شوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې له يادو کورنيو سره يې تر سروې وروسته اړينې مرستې کړې دي، خو زياتوي چې لا هم د راکډوالو شوو کورنيو تثبيت روان دی او لازمې مرستې به ور ورسوي.

نوموړي زياته کړه: ((هغه کورنۍ چې سرپناه نه لري، هغوی ته خېمې ورکوو. هغه کورنۍ چې لاټرين نه لري، هغوی ته لاټرين جوړوو، خو خوراکي مواد پر ټولو کورنيو وېشو.))

له دې امله چې په جاني خېلو کې اوس هم د افغان امنيتي ځواکونو عمليات دوام لري، له يادې ولسوالۍ څخه بې ځايه شوې خلک اندېښمن دي چې ښايي عادي ژوند ته ورګرځېدل وخت وغواړي.

خو د پکتيا د ولايتي شورا غړي حفيظ الله مبارز له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې د جاني خېلو ولسوالۍ زياته برخه له وسله والو طالبانو پاکه شوې او وضعيت عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

مبارز وويل: ((پر ټولو بې ځايه شوو خلکو غږ کوو چې دوی بېرته په خلاص لاس خپلو کورونو ته ستنېدلی شي. د ولسوالۍ مرکز د حکومت په کنترول کې دی او جنګ پای ته رسيدلی دی.))

د يادونې ده، جاني خېل د پکتيا په ختيځ کې د خوست ولايت له موسی خېلو او صبريو ولسواليو سره جوخته پرته ولسوالي ده او د تېر يو کال په اوږدو کې درې ځله د طالبانو لاسته ولوېده.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement