د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د څارنې په برخه کې د ملي شورا څارنه ښه، خو د خلکو په استازيتوب کې کمزورې ده"

"د څارنې په برخه کې د ملي شورا څارنه ښه، خو د خلکو په استازيتوب کې کمزورې ده"

Sep 25, 2017 - 20:13

کابل (پژواک،٣تله٩٦): د فيفا نوې څېړنه ښيي چې د حکومت پر کړنو او د قانون جوړونې له برخو څخه د ملي شورا د ديارلسم اجلاس څارنه د پخواني اجلاس په پرتله ښه وه؛ خو د خلکو د استازيتوب په برخه کې کمزورى پاتې شوى دى.

د افغانستان د عادلانه او ازادو ټاکنو په موسسه (فيفا) کې د "پارلماني څارنې" پروګرام مسوول حسيب معترف نن په خبري غونډه کې وويل چې په دغه څېړنه کې د غونډو جوړېدل، د شورا د غونډو نصاب، قانون جوړول، د حکومت پر کړنو څارنه، د خلکو استازيتوب او د ملي شورا د غړو د داخلي دندو اصولو تر پښو لاندې کېدل ارزول شوي دي.

ده زياته کړه، ولسي جرګې د خپل شپاړسم پړاو (اوسني پړاو) په ديارلسم اجلاس کې، د پرانيستې ناستې په شمول ٦٦ عمومي، يوه بېړنۍ، ٩ استجوابيه، ١٣استماعيه، يوه استيضاحيه او ٣١ عادي غونډې ترسره کړې دي.

د معترف په وينا، په دې وخت کې (د ١٣٩٥د کب له ١٦مې د ١٣٩٦د چنګاښ تر ٣٠مې) مشرانو جرګې ٣٦ غونډې کړې چې يوه د پرانيستې غونډه، ٩ استجوابيه، ١١استماعيه او ١٥ عادي غونډې په کې شاملې دي.

د فيفا د پارلماني څارنې د پروګرام مسوول وايي، په منځنۍ توګه د ولسي جرګې په عمومي غونډو کې د استازو غير حاضري ٤٨سلنه او په مشرانو جرګه کې ٤٦سلنه ده چې د تېر پړاو په پرتله په ولسي جرګه کې غيرحاضري ٣سلنه کمه شوې ده؛ خو په مشرانو جرګه کې يو سلنه زياتوالى ښيي.

معترف د دې په بيانولو سره چې د حکومت د کړنو د څارنې او قانون جوړونې په برخه کې د ملي شورا د غړو کړچار د تېر کال په پرتله ښه شوى دى، وويل چې د شپاړسم پړاو په ديارلسم اجلاس کې ولسي جرګې ته د تصويب او يا تعديل لپاره د قانون ١٧سندونه چې تقنيني فرمانونه او قانوني طرحې او ١٢نړيوال هوکړه ليکونه په کې شامل دي، استولي دي، چې ١٣قانونونه تصويب شوي، دوې طرحې رد شوې او پر څلورو نورو طرحو کار روان دى.

خو د ده په وينا، په دې وخت کې د ملي شورا دواړو جرګو په امتيازي وختونو کې (هغه وختونه چې وکيلان د غونډې له اجنډا مخکې د خلکو ستونزې مطرحوي) د خپل وخت٧١سلنه د حکومت پر کړنو څارنې او ٢٨سلنه د خلکو د استازيتوب لپاره او يو سلنه يې د قانون جوړونې لپاره لګولى دى.

د فيفا موندنې ښيي چې د شپاړم پړاو (اوسني پړاو) د ديارلسم اجلاس د داخلي وظايفو اصولو څخه د سرغړونې په برخه کې د ولسي جرګې ٢٧سلنه وکيلانو په غونډو کې چوپتيا نه ده مراعات کړې، ١٨سلنه وکيلانو له خپلو مشخصو چوکيو څخه استفاده نه کړې، په ١٤سلنه غونډو کې د راتلونکې ناستې اجنډا نه ده اعلان شوې، له ١١سلنه ډېرو وکيلانو له خپل ټاکلي وخت درې دقيقو څخه ډېر وخت خبرې کړې دي، پنځه سلنه د خبرو پر مهال د اجنډا له موضوع څخه وتلي دي او شپږ سلنه غونډې د ناستې د مشر له خوا  نه دي کنټرول شوې.

په دغه راپور کې راغلي چې د مشرانو جرګې ٢٠سلنه غړو هم د غونډو په بهير کې چوپتيا نه ده مراعات کړې، له ٢٠سلنه ډېرو له خپل ټاکلي وخت ٣دقيقو څخه ډېرې خبرې کړې، ١١سلنه يې د اجنډا اړوند خبرې نه دي کړې، ٢٠سلنه يې راتلونکې اجنډا نه ده اعلان شوې، ٨سلنه د خبرو پرمهال له اجنډا څخه وتلي دي او ٩سلنه يې له ټاکلو چوکيو څخه استفاده نه ده کړې.

د فيفا د پارلماني څارنې د پروګرام مسوول وايي، دغه ارګان د ملي شورا له غړو څخه غواړي څو هغه مسايل چې د امتيازي ناستو په بهير کې مطرح کېږي، جدي ونيسي او د هغوى د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

حسيب معترف وويل چې فيفا په ورته وخت کې، د ملي شورا له غړو څخه غواړي چې د داخلي دندو د اصولو په مراعاتولو، ژمنتيا او عملي کېدو کې دې هڅې وکړي او د دواړو جرګو اداري پلاوي دې د شورا د غيرحاضرو غړو نوملړ اعلان کړي او د دايمي او يا اوږدمهاله غيرحاضرو په اړه دې جدي پرېکړه وکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement