د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان او روسيې د اړيکو او همکاريو پر پراختيا خبرې وکړې

افغانستان او روسيې د اړيکو او همکاريو پر پراختيا خبرې وکړې

Sep 30, 2017 - 16:39

کابل (پژواک، ٨ تله  ٩٦) : د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر  په کابل کې د روسيې له سفير الکساندر مانتیسکي سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتر څخه د تلې په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او سیمې پر روانو سیاسي او امنیتي چارو خبرې وکړې او د سیمې د ثبات او امنیت د ښه والي په موخه یې تفصیلي بحث وکړ.

سرچينې زياته کړې، دواړو لورو د افغانستان او روسیې د دوه اړخیزو اړیکو د ښه والي او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او د همکاریو د پراختیا لپاره یې خپل چمتوالي په ډاګه کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د روسيې سفير د افغانستان ملي امنیت سلاکار ته د روسیې په فدراتیف جمهوریت کې د افغان محصلینو د زده کړو د جریان او څرنګوالي په اړه هم معلومات ورکړل.

نوموړي زياته کړه،  د روسیې فدراتیف جمهوریت به د افغان محصلینو د روزنې لړۍ ته دوام ورکړي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د افغانستان او سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره د روسیې د سیاسي رهبرۍ او خلکو همکاري مهمه وبلله او د نوموړي هېواد له تلپاتې همکاریو څخه یې مننه وکړه.

په دې ناسته کې دواړو لورو پر یو لوړ نورو موضوعاتو هم بحث وکړ.

دا ليدنه په داسې حال کې شوې، چې دامريکا دفاع وزير افغانستان ته تر سفر وروسته ويلي، چې روسيه او ايران طالبانو ته وسلې ورکوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement