د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سياسيون: حکومت دې د ټاکنو ترسره کېدو لپاره خپله اراده ثابته کړي

سياسيون: حکومت دې د ټاکنو ترسره کېدو لپاره خپله اراده ثابته کړي

Oct 01, 2017 - 14:26

کابل(پژواک،٩تله۹۶): يوشمېر سياسي څېرې د ټاکنو په تر سره کېدو د ټينګار ترڅنګ وايي،   اوس هم فرصت دى چې حکومت د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو په موخه خپله اراده ثابته کړي. 

د سولې عالي شورا رييس او د مخکني ولسمشر مرستيال کريم خليلي نن (د تلې په ٩مه ) په هغو مراسم کې چې د عاشورا ورځې د نمانځنې په مناسبت په کابل کې جوړ شوي و، وويل، هيله ده چې راتلوونکى کال د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو ټاکنې په عادلانه او شفاف  ډول تر سره شي .

هغه وويل : (( ټاکنې بايد رڼې ترسره شي، موږ له ټاکنو ملاتړ کوو، خو ټولو سياسي ډلو، حلقو او ټولنو څخه که هغه کورنۍ او که بهرنۍ دي د جدي څار غوښتنه ترې لرو، ترڅو د ولسي جرګې ټاکنې په شفاف ډول ترسره شي چې بيا  د ولسمشرۍ ټاکنو ته ورسيږو.))

د اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق د الزهرا جومات کې د عاشورا په مناسبت جوړو شويو مراسمو کې وويل، په ټاکنو کې روڼوالى د خلکو اساسي غوښتنه ده او حکومت دې په دغه برخه کې د خلکو قناعت ترلاسه کړي .

هغه ووي(( ټاکنې د خلکو په رايه ولاړې دي، د هغو روڼوالى د کمېشنرانو او د دارلانشا د رييس  له ټاکنې، د رايې ورکوونکو  نومليکنه  او د ټاکنو د سايټونو له غوره کېدو پيليږي .))

محقق وويل، حکومت دې دا زمينه برابره کړي چې ګوندونه او سياسي جريانونه د ټاکنو د کمېسيونونو پر فعاليت څار ولري  او ياد کمېسيونونه دې د ټاکنو په برخه کې د خلکو خوښي ترلاسه کړي .

د نوين جبهې مشر انوارالحق احدي په دغو مراسمو کې وويل :(( د اساسي قانون پر بنسټ د حکومت يوه دنده د خلکو د امنيت ټينګښت او له حکومته غواړم چې د خلکو دغه حق خوندي کړي .))

ده وويل، د خلکو په منځ  کې چې زيات مطرح دي هغه د نظام مشروعيت، د ولسي جرګې او ولسمشرۍ ټاکنې دي .

هغه زياته کړه چې حکومت دې د رڼو ټاکنو لپاره ټينګ ګامونه پورته کړي، چې تراوسه په دې برخه کې شوى کار د قناعت نه دى او لاهم فرصت شته چې په دغه برخه  خپله اراده ثابته کړي .

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement