د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له مزارشريف څخه هندوستان ته الوتنې پيل شوې

له مزارشريف څخه هندوستان ته الوتنې پيل شوې

Oct 02, 2017 - 18:18

مزارشريف (پژواک ۱۰تله، ۹۶): د شمال زون له مرکزي ښار مزارشريف هوايي ډګر څخه هندوستان ته الوتنې پيل شوې.

د تلې په لسمه د مزارشريف ښار له جلال الدين محمد بلخي هوايي ډګر څخه د ډهلي اندراګاندي هوايي ډګر ته لومړۍ الوتنه وشوه.

ځينې سوداګر وايي، له دغو الوتنو څخه به د شمال زون د سوداګرو لپاره د سوداګريزو پرمختګونو لپاره هم اسانتياوې برابرې شي.

د جلال الدين محمد بلخي هوايي ډګر مسوول محمد اصف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه الوتنې به په اونۍ کې دوه ځله ترسره کېږي.

نوموړي زياته کړه، له دغو الوتنو څخه به د شمال او شمال ختيځ زون د نهو ولايتونو اوسېدونکي ګټه اخلي.

د بلخ ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد پژواک ته وويل، له دې وړاندې د شمال اوسېدونکي هندوستان ته په سفر کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېدل.

د ده په وينا، د دې سيمې اوسېدونکي اړ وو چې لومړى کابل او بيا له هغه ځايه ډهلې ته سفر وکړي.

دى زياتوي، دغه الوتنې به د سوداګريزو اړيکو د ټينګښت ترڅنګ ناروغانو سره هم په خپلو سفرونو کې مرسته وکړي.

په بلخ کې د هند کونسلر منېش پژواک ته وويل، د افغانستان له بېلا بېلو ښارونو هندوستان ته د الوتنو برابرول د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړيکو بېلګه ده.

نوموړي زياته کړه، دوی له کابل او کندهار څخه هندوستان ته الوتنې لرلې، چې له مزارشريف څخه وروسته له هرات ولايت څخه به هم  پيل شي.

د هغه په وينا، دغه ډول الوتنو ته دواړه هېوادونو د سوداګريزي راکړې ورکړې په برخه کې ډېره اړتيا لري.

بلخوا د بلخ سوداګريزو خونو مشر ارش يونسي پژواک ته وويل، د دواړو هېوادونو سوداګرو لپاره د مزار-ډهلي اړيکې ګټورې دي.

ده زياته کړه، د شمال زون سوداګر اړتيا لري، چې د سوداګريزو اړيکو او د بازار موندنې په موخه هند ته سفر وکړي او همداراز هندي سوداګر هم دې کار ته اړتيا لري.

د هغه په وينا، که چېرې په مزار هوايي ډګر کې د صادراتو او وارداتو لپاره کارګو برابره کړای شي، نو د شمال وچه او تازه مېوه به هندوستان ته صادره شي.

د مولانا هوايي ډګر مسوولين وايي، هند درېيم هېواد دى چې له مزارشريف څخه ورته نېغې الوتنې ترسره کېږي.

دوی زياتوي، له دې وړاندې ايران او ترکيې ته نېغې الوتنې پيل شوي، چې دواړو هېوادونو ته په اونۍ کې درې الوتنې کېږي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement