د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بدخشان کې د پستې حاصلات کم شوي

په بدخشان کې د پستې حاصلات کم شوي

Oct 03, 2017 - 14:43

فيض اباد (پژواک، ١١ تله ٩٦): د بدخشان ولايت د کرنې رياست چارواکي وايي چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله په دغه ولايت کې د پستې حاصلات ٤٠سلنه کم شوي دي.

د بدخشان د کرنې رياست د طبيعي سرچينو امر نورمحمد له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په روان کال کې د دغه ولايت د پستې د حاصلاتو کچه ٦٠٠ټنو ته رسېږي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه شمېر زر ټنو ته رسېده چې ٤٠ سلنه کموالى ښيي.

هغه زياته کړه چې د پستې د حاصلاتو کمېدو لامل د ځمکې تودېدل او د اقليم بدلون دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په غبرګولي کې د پستې مېوه د ودې په حال کې وي؛ خو د موسمي تېزو بادونو او هوا د تودوالي،د پستې پر ځنګلونو د ډېرو خاورو او دوړو د پرېوتو له امله د دې مېوې حاصلاتو ته زيان رسېږي او توروي يې او دغه کار د پستې د حاصلاتو د کمېدو لامل کېږي.

د بدخشان د کرنې رياست دغه چارواکي وويل: "په درې لسيزې جګړې کې د زورواکو له خوا د بدخشان د پستې ځنګلونه سخت زيانمن شوي دي او ٥٠ سلنه دغه ځنګلونه پرې شوي دي چې موږ د څو وروستيو کلونو په اوږدو کې، د کرنې وزارت او د سيمې د خلکو په ملګرتيا توانېدلي يو چې په ٢٥٢ هکتاره ځمکه کې د پستې نيالګي بيا کېنوو او غه ځنګونه ورغوو. "

نوموړي وويل چې ټاکل شوې ده د روان کال په وروستيو او ١٣٩٧-١٣٩٨کلونو کې له لاسه وتلو سيمو کې د پستې تخم وکرو؛ څو دغه ځنګلونه بيا ورغول شي.

د بدخشان د کرنې رياست د طبيعي سرچينو امر وويل چې په بدخشان کې د پستې ځنګلونه، له سمندر څخه د (٢٠٠ تر ١٧٠٠)متره لوړوالي سره په يوه کمربند کې قرار لري چې دغه کمربند له بدخشان څخه پيل او په بادغيس ولايت کې ختمېږي.

د هغه په وينا، د بدخشان د پستې ځنګلونو ساحه له (١٦٠٠) هکتاره ځمکې ته رسېږي چې ٥٠ سلنه يې د جګړو په کلونو کې له منځه تللې او اوسمهال(٢٥٢) هکتاره يې بيا رغول شوي او هڅه کېږي چې له منځه تللي ځنګلونه بيا ورغول شي.

د درايم ولسوالۍ د الاني کلي اوسېدونکي احمد خان وويل: "د پستې حاصلات زموږ د ژوندانه د لګښتونو يوه مهمه برخه جوړوي چې په وروستيو کلونو کې، د هوا د تودوالي، ګرد او دوړو له امله چې ددغه مېوې د ودې په وخت کې پر ځنګلونو پرېوزې، پستې ته زيان رسوي او مېوه يې تورېږي چې دغه کار ددې لامل شوى چې په تېرو کلونو کې زموږ حاصلات کم شي. "

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement