د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل ښار کې د سرو زرو، غوړيو او بورې بيې لږې ټيتې شوې دي

په کابل ښار کې د سرو زرو، غوړيو او بورې بيې لږې ټيتې شوې دي

Oct 07, 2017 - 19:00

کابل (پژواک،١٥تله٩٦): نن په کابل ښار کې د تېرې اونۍ په پرتله د سرو زرو، غوړيو او بورې بيې يو څه ټيتې شوې دي؛ خو د نورو لومړنيو توکو بيې په خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرۍ خونې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، نن د تېرې شنبې په پرتله د ٤٩ کيلوګرام پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه له ١٨٢٠ څخه ١٨١٠ افغانيو او ١٦ لېتره خورشيد غوړيو بيه له ١١٠٠ څخه ١٠٨٠ افغانيو ته را ټيټه شوې ده.

خو نوموړي په خبره، نن هم د اووه ورځو مخکې په شان د يوې ٢٤ کيلو ګرام بوجۍ وريجو د عمده پلور بيه په ١٨٥٠ افغانۍ او ٥٠کيلوګرام قزاقي اوړو بيه١١٦٠ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار د منډوي يوه چاي پلورونکي نور احمد خيرخوا وويل، نن د تېرې شنبې په څېر يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ٢٨٠ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايي چاى په ٣٠٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو موادو پرچون پلور په ځينو برخو کې د عمده پلور بيې سره لږ توپېر لري، خو په ځينو مواردو کې ډېر توپيرلري.

د کابل ښار د دهن باغ يوه خوراکه پلورونکي احمد ولي پنجشيري وويل، د ٤٩کيلوګرامه پاکستانۍ بورې بيه ١٩٥٠ افغانۍ، د ١٦ليتره خورشيد غوړيو بيه ١١٥٠ افغانۍ، د ٥٠کيلوګرامه قزاقي اوړو بيه ١٢٢٠ افغانۍ، د اول سيله پاکستانۍ ٢٤کيلوګرامه وريجو بيه ٢١٠٠افغانۍ، يو کيلو شين اندونزيايي چاى ٣٠٠ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايي چاى په ٣٥٠ افغانيو پلورل کېږي.

خو د سرو زو بيه ټيټه شوې ده.

د کابل ښار د تيمورشاهي واټ يوه زرګر حاجي فواد احمد صالح زاده وويل، نن د تېرې شنبې په پرتله د يو ګرام عربي ٧٩٠ عيار له ٢٣٥٠څخه ٢٣٠٠ افغانيو، د يو ګرام روسي ٥٨٥عيار سرو زرو بيه له ١٨٥٠څخه ١٨٠٠افغانيو ته راټيټه شوې ده.

هغه زياته کړه په کابل کې د سرو زرو بيې بدلون په نړيوالو بازارونو کې د هغو د بيو له بدلون سره تړاو لري.

د سونګو توکو په بيو کې بدلون نه دى راغلى

د کابل ښار د وزير اباد تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي وويل، نن د تېرې شنبې په شان يو لېتر ډيزل په ٤٦ افغانۍ او يو لېتر پټرول هم په ٤٦ افغانۍ پلورل کېږي.

دغه راز د کابل ښار د کلوله پشتې يوه ګاز پلورونکي شريف احمد وويل چې نن د تېرې شنبې په شان د يو کيلو اوبلن ګاز بيه ٦٠افغانۍ ده.

د کابل ښار د شهزاده سراى د صرافانو ټولنې د معلوماتو له مخې، نن يو امريکايي ډالر په ٦٨،٢٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٦٣٥٠ افغانۍ اخيستل کېږي.

د تلې په ٨مه د يو امريکايي ډالر بيه ٦٨،٣٠ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو بيه ٦٤٠ افغانۍ وه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement