د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې ګونګيانو د حقونو غوښتلو په موخه لاریون وکړ

ننګرهار کې ګونګيانو د حقونو غوښتلو په موخه لاریون وکړ

Nov 11, 2017 - 15:09

جلال اباد (پژواک، ۲۰ لړم ۹۶): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې لسګونو ګونګيانو د خپلو حقونو غوښتلو په موخه لاريون وکړ.

لاريون کوونکي ګونګيان وايي چې له دوی سره د ختيځ زون په کچه د ګونګيانو په اتحاديه کې ۳۰۰۰ ګونګيان ثبت دي چې ټول يې له ستونزو سره مخ دي.

دغه ډله ګونګيان د لړم په ۲۰مه د ننګرهار ولايت مقام مخې ته راټول شوي وو او ټينګار يې کاوه، تر هغه وخته به له دغه ځايه ولاړ نه شي، څو يې حقوق نه وي معلوم شوي.

دوی په ګونګه ژبه يوازې د مرګ چغې وهلې؛ خو د لاسونو په اشارو يې ډېرې غوښتنې شريکولې.

د ګوګيانو غټه ګيله دا وه چې په قانون کې ړندو او معلولو ته کار او نور حقوق ورکړل شوي خو دوی ترې محروم پاتې دي.

سميع الرحمن په ختيځ زون کې د ګونګيانو اتحايې مشر دی؛ نوموړي د خپلو ملګرو ستونزې په ځانګړو اشارو سره بيانولې، خو ورسره ولاړ ژباړونکي يې خبرې ژباړلې.

هغه وويل، له تېرو ١٥ کلونو راهيسې ورسره ژمنې کېږي، خو تر اوسه ورته د هېڅ زمينه نه ده برابره شوې.

دی وايي: ((ايا موږ انسانان نه يو؟ ايا د افغانستان د دولت او اساسي قانون د احاطې نه موږ بهر يو؟ که بهر نه يو افغانان يو نو ولې موږ ته د کار حق نه راکول کېږي.))

د ګونګيانو اتحايې مشر وايي، کله چې د کار او ټولنيزو چارو رياست ته د معلوليت لرونکو وګړو د مرستې کتابچې ترلاسه کولو په خاطر ورځي، نو هغوی ورته وايي چې تاسو يې حق نه لرئ او کله چې چېرته د دندې ترلاسه کولو په خاطر ورځي، نو خلک پرې ملنډې وهي.

فاروق د ګونګيانو له ډلې هغه ځوان دی چې تر ليسانس درجې يې زده کړې کړې دي؛ خو اوس مزدوري کوي. دی وايي، زده کړې يې په ډېرو سختيو په دې خاطر وکړې چې راتلونکي کې به يې ستونزې حل شي خو دغه ارمان يې پوره نه شو.

نوموړي غوښتنه وکړه: ((موږ ته دې يوازې د امتحان چانس راکړل شي، بيا مو که وړتيا لرله، خو کامياب به شو او کنه نو ګيله به نه کوو. خو موږ چې کله چېرې CV يوسو، هغوی راپسې ملنډې وهي. که موږ وړتيا نه لرلی، نو دا ټولنه موږ څنګه رامنځته کړې!))

محمد نواب شېرزاد چې د ګونګيانو خبرې يې ژباړلې او هم يې خپل يو ورور ګونګی دى، وايي، ورور يې له دېرشو کلونو ډېر عمر لري، خو تر اوسه همدوی ته ور له غاړې دی.

هغه وويل، ورور يې تر ١٤ ټولګي زده کړې کړې، له ډېرو دولتي کارکوونکو څخه ښه وړتيا لري خو ورته چانس نه دی ورکړل شوی.

د ختيځ زون د ګونګيانو اتحاديې د لاريون پر مهال يو پرېکړه ليک هم خبريالانو ته ورکړ چې په ۱۲ مواردو کې يې خپلې غوښتنې او پوښتنې په کې ځای پرځای کړې وې.

دوی په دغه پرېکړه ليک کې د اساسي قانون له مخې د يو افغان په توګه د خپلو ټولو حقونو غوښتنه کړې ده او دغه راز يې له مدني ټولنو، رسنيو او دولتي مسولينو څخه په دغه برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼی وايي چې يادو ګونګيانو ستونزې به له يوې لارې وڅېړل شي او بيا به له چارواکو سره شريکې شي.

دى وايي، د کار او ټولنيزو چارو رياست له لارې دوى هڅې کوي څو ګونګيانو ته تر نورو ډېر چانس ورکړي.

په ننګرهار کې يوازې ګونګيان نه دي چې د خپلو حقونو له نه ترلاسه کولو شکايت کوي، بلکې د دغه ولايت ډيری معلوليت لرونکي وګړي همدا ډول شکايتونه لري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement