Status message

د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سمنګان کې يوه ښځه او پروان کې دوه وروڼه وژل شوي

سمنګان کې يوه ښځه او پروان کې دوه وروڼه وژل شوي

Nov 12, 2017 - 11:01

چاريکار- ايبک (پژواک، ٢١ لړم ٩٦): پروان کې له يوې نجلۍ سره پر نامشروع اړيکو تورن کس د نجلۍ په کور کې د هغې دوه وروڼه وژلي، بلخوا په سمنګان کې هم يوه ښځه وژل شوې ده.

د پروان د جبل السراج ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد معصوم فرزه يي پژواک خبري اژانس ته وويل د يادو دوو وروڼو د وژلو پېښه تېره شپه د جبل السراج ولسوالۍ په تاجکانو سيمه کې رامنځته شوې ده.

د ده په وينا، د پوليسو لومړنۍ څېړنې ښيي چې تېره شپه پر قتل تورن ځوان د یادې نجلۍ کور ته ورغلى او وروسته له هغه يې د نجلۍ دوه وروڼه د تومانچې پر ډزو وژلي او تښتېدلى چې د کورنۍ غړي پرې خبر شوي وو.

امنيه قوماندان وايي، پوليسو له ياد کس سره پر نا مشروع اړيکو تورنه نجلۍ او پر قتل د تورن کس پلار نيولي دي. د هغه په وينا، نجلۍ پر خپل جرم اعتراف هم کړى دى.

د يو بل خبر له مخې، د سمنګان ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول دويم څارن منير رحيمي وايي چې د حنيفې په نوم ٢٣ کلنه ښځه تېره ورځ د دغه ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ په )کچي مونغر) کلي کې زندۍ او وژل شوې ده.

دی کورنی تاوتريخوالی د دې ښځې د وژل کېدو لامل بولي او وايي چې د دغه قتل په تړاو د وژل شوې ښځې خاوند، خواښې او د خاوند ماما نيول شوي او د قضيې په تړاو څېړنې روانې دي.

د سمنګانو د ولايتي روغتون يو ډاکتر مقبل عزيزي وايي، د ښځې مړى دغه روغتون ته ور وړل شوى او د هغې په غاړه کې په رسۍ د غرغره کولو نښې ليدل شوې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement