Status message

د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د چاريکار ښار د پوهنې امر د ماين چاودنه کې وژل شوی

د چاريکار ښار د پوهنې امر د ماين چاودنه کې وژل شوی

Nov 15, 2017 - 10:20

چاريکار (پژواک، ٢٤ لړم ٩٦): په موټر کې د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله د چاريکار ښار د پوهنې امر وژل شوى او د دغه ولايت د پوهنې رييس ټپي شوى دى.

د پروان امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت سرپرست فرهاد هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا ١١:٠٠ بجې د دغه ولايت د مرکز پر چهل متره سړک رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ښار د پوهنې امر عطامحمد متين او د پروان د پوهنې رييس زلمى شهيد  د قرانکريم د ختم په يوه پروګرام کې له ګډون وروسته په نيسان موټر کې خپلو کورونو ته روان وو.

هاشمي وويل چې د پروان د پوهنې رييس زلمى شهيد، د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوى او روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ نه دى.

تر اوسه پورې د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement