د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ښاروالۍ له خوا د جلال اباد ښار واټونو په کرایه ورکولو ستونزې جوړې کړې

د ښاروالۍ له خوا د جلال اباد ښار واټونو په کرایه ورکولو ستونزې جوړې کړې

Nov 15, 2017 - 14:05

جلال اباد (پژواک، ۲۴ لړم ۹۶): د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار دوکانداران، اوسېدونکي او ولايتي شورا نيوکه کوي چې د ښاروالۍ له خوا د سړکونو څنډې او د دوکانونو مخه په کرايه ورکړل شوي، بلخوا پلورونکي شک لري چې د دوى له خوا ورکول کېدونکې پيسې د دولت بوديجې ته نه ځي.

د جلال اباد ښار په ځينو سيمو کې تر ٢٣٠٠ زيات لاسي پلورونکي د ښاروالۍ له خوا ځای پر ځای شوي چې له هر يوه د مياشتې له اووه سوه تر دوولس سوه افغانۍ په بېلابېلو نومونو ټولېږي.

د معلوماتو له مخې، په دغو پيسو کې له ۵۰۰ څخه تر۱۰۰۰ افغانيو پورې د ښاروالۍ د محصول، لس افغانۍ بانکي ټيکس، ۱۵۰ افغانۍ د ښاري انظباطانو او ۵۰ افغانۍ نورې د لاس پلورونکو ټولنې د مياشتني حق العضويت په نوم اخيستل کېږي.

لاسي پلورونکي وايي، پيسې د پښتني بانک يو اکاونټ ته جمع کوي، خو ورته د پوښتنې خبره دا ده چې دغه پيسې چا ته ځي، دولت او که شخصي جېبونو ته؟

سره له دې چې دې چارې سلګونه کسانو ته د کار زمينه برابره کړې، خو پر وړاندې يې ډېر شکايتونه شته؛ خلک شکايت کوي چې دغه کار په ښار کې ګڼه ګوڼه زياته کړې، بلکې د ښار ښکلا يې هم بدرنګه کړې او په ښار د يو مېله بازار فکر کېږي.

ولايتي شورا د سړک ساحه لاسي پلورونکو ته ورکول د قانون خلاف ګڼي، خو ښاروالۍ وايي چې دا چاره د يو مجبوريت له مخې شوې ده.

د سړک پر سر له پلورونکو څوک پيسې اخلي؟

لاسي پلورونکي وايي، له اووه سوه نيولې تر دوولس سوه افغانيو هره مياشت د ښاروالۍ، دوه سوه افغانۍ د ډنډه مار (انضباط) او لس افغانۍ هم د ښاروالۍ د پيسو تحويلۍ د کمېشن په توګه ورکوي.

دوی وايي، دا پيسې د هرې کوڅې کلانتر ټولوي، بيا يې د لاسي پلورونکو اتحاديې ته سپاري، خو ورته معلومه نه ده، چې پيسې چېرته ځي.

د جلال اباد ښار د ډنډ غاړې يو لاسي پلورونکي د نوم نه خپراوي په شرط پژواک ته وويل، هره مياشت ورڅخه د کوڅې کلانتر يو زر او لس افغانۍ د ښاروالۍ او دوه سوه افغانۍ د ډنډه مار او اتحاديې په نوم ټولوي.

دى وايي : " موږ نه پوهېږو، چې دغه پيسې چېرته ځي، شخصي جېبونو ته اچول کېږي او که به د دولت بوديجې ته؛ خو موږ يې قانون ته د احترام په خاطر ورکوو. "

د جلال اباد ښار سولر خرڅوونکو په کوڅه کې يو لاسي پلورونکی احمد واصل وايي، چې له دوى څخه پيسې کلانتر ټولوي او بيا يې اتحايې ته يې سپاري.

ده پژواک ته وويل : (( زما کار د کمو پيسو دی؛ نو پنځه سوه او لس افغانۍ د ښاروالۍ او دوه سوه افغانۍ د اتحاديې په نوم رانه اخېستل کېږي.))

د بنګړيوالانو کوڅې يو لاسي پلورونکی شاهد هم وايي، کراچۍ يې له کلونو راهيسې دلته درولې ده، خو دا څه موده کېږي چې د ښاروالۍ او هم د اتحاديې په نوم ترې پيسې اخيستل کېږي.

له نوموړي سره هم اندېښنه ده چې ترې ټولېدونکې پيسې چېرته ځي، ايا رښتيا د دولت بوديجې ته ځي او که شخصي جېبونو ته ورځي.

له لاسي پلورونکو د دوکاندارانو او خلکو شکايتونه

د ننګرهار ولايت د اصنافو او سوداګرو اتحاديه وايي، په جلال اباد ښار کې د سړک سر کراچيو د دوکاندارانو کار روزګار هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

د اتحاديې مرستيال عزيزالرحمن عرب پژواک ته وويل، د دوکانونو مخې د ښاروالۍ له لوري کراچيو ته په کرايه ورکړل شوي او د دوی دوکانونه يې له سودا اخيستونکو پناه کړي دي.

دغه راز د جلال اباد ښار د بزازانو اتحاديې مشر شکرالله جلندري هم پژواک اژانس ته وويل چې د رخت پلورونکو ډېر دوکانونه د کراچيو د موجوديت له امله هره مياشت د ګټې پر ځای تاوان کوي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، دا ستونزه له ښاروالۍ او نورو ولايتي چارواکو سره هم شريکه شوې، خو تر اوسه يې د حل ډاډ نه دی ترلاسه کړی.

د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند يو دوکاندار قاري خالص چې سولر شيشې او سامان الات خرڅوي، پژواک ته وويل، له کله راهيسې چې يې د دوکان مخې ته تختونه او کراچۍ درول شوي، نو کار يې نيمايي راکم شوی دی.

هغه وايي، د دوکان مخې ته يې پلې لار دومره راتنګه شوې چې مېرمنو ته پرې تګ راتګ مشکل دی او سړک هم نيمايي کراچيو نيولی، د موټرو د تګ راتګ شان هم نشته.

د جلال اباد وچ ډنډ سيمې يو دوکاندار نعمت الله چې په دوکان کې اوړه، غوړي، چای بوره او نور خوراکي توکي پلوري وايي، د کراچيو موجوديت دې ته مجبور کړي چې دوکان پرېږدي او چېرته کراچۍ ودروي.

ده زياته کړه: ((موږ د دوکان پنځه ويشت زره افغانۍ کرايه ورکوو، دلته مخو ته مو کراچۍ او تختونه پراته دي، همدا سودا هغوی هم خرڅوي، د هغوی مصرف کم دی، نرخونه يې لږ ارزانه دي، نو ټول خلک له هغو سودا اخلي موږ نه يې نه اخلي.))

د بنګړيوالو د کوڅې يو دوکاندار اول ګل چې د رختونو پلورنځی لري، وايي، د سړک سر تختونو باندې پرتو رختونو د دوی کارونه ټکني کړي؛ ځکه ټول خلک رخت له لاسي پلورونکو اخلي او دوی ته څوک نه ورځي.

عام خلک هم شکايت لري چې د ښار په لارو کوڅو کې د لاسي پلورونکو موجوديت ورته تګ راتګ ستونزمن کړی او په ځانګړي توګه يې مېرمنو ته په تګ راتګ کې ستونزې جوړې کړې دي.

د روداتو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سپين ږيری جمال الدين چې د سودا اخيستو په موخه جلال اباد ښار ته راغلی و، پژواک ته وويل، هر کله چې ورسره د سودا اخيستو په خاطر ښځې راغلې، نو ښار کې له ډيرو ستونزو سره مخ شوی دی.

هغه وايي: ((تاسو خپله وګورئ، نه د سړک په منځ کې د تلو لار شته او نه هم د دوکانونو مخ کې، نيمايي پلې لار دوکاندار بنده کړې او نيمایي تختونو او کراچۍ، ښځې خو بېخې په کې نه شي تللی او نارينه هم ډېر په مشکله تېرېږي.))

د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې يو اوسېدونکی نورزاخان وايي چې ښاروالۍ د خپلو عوايدو او شخصي ګټو په خاطر خلکو ته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.

د ولايتي شورا نيوکې

د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال ډاکتر لعل محمد درانی د ښار په منځ کې د کراچيو درېدل او ترې د ښاروالۍ په نوم د پيسو ټولول د قانون خلاف کړنه ګڼي او دغه چاره د شخصي ګټو په خاطر رامځته شوې يادوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، څو ځلې يې د کراچيو موضوع څېړلې، کراچۍ لرونکو ورته شکايت کړی چې ښاروالۍ ترې پيسې اخلي، خو د کراچۍ وانانو او ښاروالۍ د مسوولينو د مخامخ کېدو پر مهال کراچۍ لرونکي د کاروزګار له وېرې له خبرو کولو په ډډه شوي دي.

درانى وايي، کره شمېرې ورسره نشته، خو په ښار کې د سړک سر له زرګونو کراچيو او تختونو د ښاروالۍ په نوم پيسې ټولې شوې او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

د ولايتي شورا يو بل غړی سيد مهدي پاچا هم همدا شکايت لري چې ګواکې د ښاروالۍ په نوم پيسې راټولول او په پلو لارو کې د کراچيو درول د قانون خلاف کړنه ده.

هغه پژواک ته وويل، ښاروالۍ بايد د دې ستونزې د حل لپاره په بديلو لارو غور وکړي او د ښار ښکلا يې هم زيانمنه کړې او په ښار د يو مېله بازار فکر کېږي.

د لاسي پلورونکو ټولنه

د جلال اباد ښار د لاسي پلورونکو ټولنه وايي چې دوى د ښاروالۍ په لارښوونه رامنځته شوې او له عدليې وزارت څخه يې د فعاليت جواز ترلاسه کړی دی.

د جلال اباد ښاروالۍ په ښار کې د ۲۳۰۰ لاسي پلورونکو خبره کوي، خو د دې ټولنې مشر عمراخان وايي چې دوی په ټول ښار کې د ۱۲۰۰ لاسي پلورونکو شمېرې ثبت کړې دي.

د لاسي پلورونکو اتحاديه وايي چې له دوولس سوه لاسي پلورونکو راټولو کړو دوه- دوه سوه افغانيو څخه ۳۲ انظباطانو (ډنډه مارو) ته معاشونه او د دفتر مصارف برابروي.

ياده ټولنه هر انظبات ته د مياشتې ۷۴۰۰ افغانۍ معاش ورکوي چې ټولې ۲ لکه ۳۶زره او ۸۰۰ افغانۍ کېږي او د دې ټولنې د حساب له مخې، دوی ته هره مياشت دوه لکه او ۴۰زره افغانۍ ټولېږي چې يوازې ۳۲۰۰ افغانۍ ترې پاتې کېږي.

خو د ښاروالۍ د سرچينو د معلوماتو له مخې، دوى له ٢٣٠٠ لاسي پلورونکو پيسې اخلي او د لګښت دوه چنده پيسې ورته پاتې کېږي.

د يادې اتحاديې يوه انظبات د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې له دغو پيسو يوه برخه يې د ښاروالۍ مسوولينو ته هم ورکول کېږي.

د جلال اباد ښاروالۍ د مسوولينو ځواب

د جلال اباد سرپرست ښاروال انجينر حکيم الدين عمرخېل وايي چې لاسي پلورونکي د قانون خلاف ځای پر ځای شوي، خو زياتوي چې دغه کار د اړتيا له مخې شوی او تر دې بل ښه بديل نه و.

هغه پژواک ته وويل چې له دغه درکه ورته د دوی د اصطلاح له مخې مضر عوايد هم لاس ته ورځي.

عمرخېل د دوکاندارانو د دې نيوکې په ځواب کې چې ګواکې د دوی مړۍ يې له لاسي پلورونکو سره نيمايي کړې، وايي: ((دا سمه ده چې مړۍ مو نيمايي کړې، خو دا مو د دوی د مړۍ له څلورو برخو يوازې يوه برخه لاسي پلورونکو ته ورکړې ده.))

د عمرخېل د معلوماتو له مخې، دوی هره مياشت له ۲۳۰۰ لاسي پلورونکو په دوو کټه ګوريو کې پيسې راټولوي چې له دغې ډلې ۷۰ سلنه يې ۱۰۰۰ افغانۍ او پاتې دېرش سلنه يې ۵۰۰ افغانۍ ورکوي.

نوموړی وايي، ښايي شمېرې تر دې هم لوړې وي او پلان شته چې د ښار په ځينو نورو ساحو کې هم دا ډول کارونه وکړي.

سرپرست ښاروال وويل: "په هر تخت يا کراچۍ کې له يوه څخه تر درېيو کسانو ته کار پيدا شوی، يانې نږدې ۷۰۰۰زره کسان مصروف دي، پخوا به لارې بېخي بندې وې، خو اوس د تګ راتګ يوه ساحه خلاصه شوې، له لاسي پلورونکو او کراچيو خلاصی نشته، دا سلسله له تېرو دېرشو کلونو روانه ده."

هغه د ښاروالۍ په نوم له لاسي پلورونکو راټولېدونکو پيسو په تړاو وويل چې يادې پيسې د ښاروالۍ جاري حساب ته ځي او بېرته د ښار په پاکوالي، رغونه، د سړکونو په ترميم کارۍ او نورو عامه او ټولګټو چارو باندې مصرفېږي.

د ولايت مقام

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې ولايتي اداره له يادې چارې نظارت کوي او د هېڅ راز تخلف راپور يې تر اوسه نه دی ترلاسه کړی.

هغه زياته کړه، دغه چاره په ښار کې د نظم په موخه رامنځته شوې او دغه راز يې خلکو ته پراخه کاري ساحه هم برابره کړې ده.

د نوموړي په وينا، د جلال اباد ښار د مساحت کموالی او دغه راز په دغه ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه د دې لامل شوې چې د ښاروالۍ له لوري د لاسي پلورونکو د ځای پر ځای کولو طرزالعمل رامنځته شو او دوی منظم شول.

دی وايي، اوسمهال ښار يو اندازه منظم شوی او هم په کې خلکو ته کاري زمينه برابره شوې ده، خو دا ستونزه به تل نه وي او د ښار په پراختيا سره به د لاسي پلورونکو شمېر هم کمېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement