د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"دوو وروستيو کلونو کې د نفتي توکو ٥٨ شرکتونو د فعاليت جوازونه لغوه شوي"

"دوو وروستيو کلونو کې د نفتي توکو ٥٨ شرکتونو د فعاليت جوازونه لغوه شوي"

Nov 18, 2017 - 16:18

کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٦): د افغانستان د نورم او سټنډرډ اداره وايي چې په وروستيو دوو کلونو کې د نفتي توکو د ٥٨ واردوونکو شرکتونو د فعاليت جوازونه د بې کيفيته نفتي توکو واردولو له امله لغوه شوي او ټاکل شوې چې دا ډول ١٥ نور شرکتونه هم لغوه شي.

په ورته وخت کې چارواکي وايي چې د هېواد ٨٧ سلنه نفتي توکي د هغو شرکتونو له لوري واردېږي چې د فعاليت جواز نه لري.

ولسي جرګې نن د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مرستيال او سرپرست فيروز مسجدي، د نورم او سټنډرډ ادارې مشر نقيب الله فايق او د نفتي توکو د تصدۍ مشر احمد وليد تميم، هېواد ته د بې کيفيته تېلو واردېدو او په ژمي کې يې د بيو لوړېدو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو لپاره جرګې ته رابللي وو.

د نورم او سټنډرډ خپلواکې ادارې عمومي مشر وويل چې دې ادارې په تېرو شپږو مياشتو کې تثبت کړې چې څه باندې ١٨زره ټنه بې کيفيته توکي هېواد ته وارد شوي دي.

هغه همدارنګه زياته کړه چې يادې ادارې ١١٠ هغه واګونونه چې بې کيفيته نفتي توکي يې را لېږدول، د افغانستان په بندرونو کې مسترد کړي دي.

د هغه په خبره، په تېرو دوو کلونو کې د دې ادارې په وړانديز د ٨٥ هغو شرکتونو جوازونه لغوه شوي چې بې کيفيته نفتي توکي يې ورادول، ټاکل شوې چې نږدې راتلونکي کې هم د دې ډول ١٥ نورو شرکتونو جوازونه هم لغوه شي.

د نوموړي په خبره، د نورم او سټنډرډ اداره هر هغه شرکت چې بې کيفيته نفتي توکي واردوي، لومړى جريمه کوي او  که چېرې سرغړونه دوام وکړي، نو سوداګرۍ وزارت ته يې د جواز لغوه کولو وړانديز کوي.

نوموړي په نورم او سټنډر اداره کې د فساد شتون رد نه کړ، خو ویې ويل چې تر ټولو ډېر بې کيفيته نفتي توکي د هغه معافيت له مخې چې حکومت يې ورکوي، هېواد ته واردېږي.

خو نوموړي د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې د تېلو ټانکونو ته هم فرصت ورکړل شوى چې د بې کيفيته نفتي توکو له پلوره ډډه وکړي، که نه له دې پرته به ورسره قانوني چلند وشي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفتي توکو د تصدۍ مشر احمد وليد تميم وويل چې په ټوله کې ٢٦١شرکتونو ته د نفتي توکو د واردولو جواز ورکړل شوى، خو د هېواد د اړتيا وړ نفتي توکو ٨٧سلنه د داسې شرکتونو له لوري واردېږي چې جواز نه لري.

خو هغه زياته کړه چې د دې ستونزو د حل په موخه يې د نفتو او ګازو قانون مسوده ترتيب کړې او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې به ملي شورا ته وسپارل شي.

تميم وويل چې د نفتي توکو بيې د تېر کال په پرتله دومره نه دي لوړې شوې چې په اړه يې اندېښنه وشي.

هغه وويل چې افغانستان کې د تېر کال په پرتله د يو لېټر تيلو په بيه کې له يوې تر دوو افغانيو، خو د يو کيلو اوبلن ګاز په بيو کې له پنځو تر اوو افغانيو پورې لوړ والى راغلى چې لامل يې په نړيوالو بازارونو کې د بيې لوړېدنه ده.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مرستيال او سرپرست فيروز مسجدي وويل چې په نړيوالو بازارونو کې د يو ټن نفتو بيه له ١٢٩ ډالرو نه ١٩٥ډالرو ته لوړه شوې ده.

خو هغه زياته کړه چې د سوداګرۍ وزارت په خپلو زېرمو کې کافي نفت لري او په دې برخه کې يې د ژمي لپاره اړين تدابير نيولي دي.

هغه وويل چې اوسمهال دغه وارت د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې ٢٠ غرفې فعالې کړې چې يوه کيلو اوبلن ګاز په ٤٣ افغانۍ پلوري او دا بيه به د ژمي تر پايه پورې له ٤٥افغانيو لوړه نه شي.

هغه وويل، ټاکل شوې چې په کابل ښار کې دا ډول ٥٠ نورې غرفې هم جوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په کابل ښار کې يوه کيلو اوبلن ګاز په ٦٠ افغانۍ پلورل کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement