د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار دولتي ادارې ٥٦٠ ميليونه افغانۍ د برېښنا شرکت پوروړې دي

د کندهار دولتي ادارې ٥٦٠ ميليونه افغانۍ د برېښنا شرکت پوروړې دي

Nov 19, 2017 - 16:32

کندهار (پژواک، ۲۸ لړم ۹۶): د کندهار د برېښنا شرکت مسوولین وايي، د برېښنا د بېلونو له درکه پر دولتي ادارو او خلکو ۵۶۰ میلیونه افغانۍ پاتې دي چې باید دغه شرکت یې ترلاسه کړي.

دغه څرګندونې د کندهار د برېښنا شرکت رییس امان الله فاروقي نن په ولایت مقام کې یوې خبرې ناستې ته وکړې.

فاروقي وویل، له تېرو څو کلونو راهیسې د کندهار پر دولتي ادارو او خلکو د برېښنا د لګښت له درکه شاوخوا ۹۰۰ میلیونه افغانۍ پاتې وې چې د دولتي ادارو اړوند ۴۰ سلنه پیسې په دې وروستیو کې د مالیې وزارت له خوا برېښنا شرکت ته ورکړل شوي دي.

هغه زیاته کړه، اوسمهال پر دولتي ادارو او خلکو ۵۶۰ میلیونه افغانۍ پاتې دي چې مالیې وزارت ژمنه کړې د دولت ادارو اړوند ۵۰ سلنه نور باقیات به هم ژر برېښنا شرکت ته وسپاري.

د فاروقي په وينا، په کندهار کې د ګوتو په شمېر څو زورواکي شته چې د برېښنا لګښت یې نه دی ورکړی چې ژر به څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي، خو هغه د چا نوم یاد نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې موده مخکې د کندهار د برېښنا رياست ویلي وو چې دولتي ادارې او خلک د برېښنا بېلونه نه تحويلوي چې له امله يې دغه اداره هره مياشت ميليونونه افغانۍ زيان ويني.

هغه مهال ویل کېدل چې برېښنا شرکت هره مياشت د ٩٤ ميليونو افغانيو په ارزښت ډېزلي او نوره برېښنا پلوري، خو دولت ته يوازې ٧١ميليونه افغانۍ په لاس ورځي.

د برېښنا شرکت رییس وویل، په کندهار کې د صنعتي پارک لپاره د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د لومړي پیز کارونه چې د احاطې دېوال او د ځمکې لیول په کې شامل دي، په چټکۍ روانې دي.

د دې پروژې کار له درې کلن انتظار وروسته څو میاشتې مخکې پیل شو چې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د دغه پلانټ د نصب چارې د ۱۹ میلیونه ډالرو په لګښت تر سره کېږي چې ۱۰ میلیونه ډالر د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې او پاتې ۹ میلیونه ډالر د اړوندې کمپنۍ له خوا ورکول کېږي.

اوسمهال د کندهار صنعتي پارک ته د ورځې ۱۰ ساعته ۸ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي چې بسنه کوي او ډېر فابریکې یا تړلې او یا نیمه فعالیت کوي.

فاروقي د وارداتي برېښنا په اړه وویل چې له کندهار ښاره د زابل تر مرکز کلات پورې یې د سروې چارې بشپړې شوې او راتلونکې اوونۍ به یې د استملاک چارې پیل شي.

دی وايي، د دې پروژې په بشپړېدو به کندهار ته تر ۵۰ مېګاواټه برېښنا ورسېږي چې یو یا دوه کلونه به په بر کې ونیسي.

د دهلې له بند څخه د برېښنا د تولید په اړه نوموړي وویل چې د سروې چارې یې د بهرنیو کارپوهانو له خوا پيل شوې او پایلې یې ښي چې دغه بند د ۲۴ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

دی وايي، دغه پروژه څو برخې لري چې د ۸ مترو په اندازه د بند د دېوالونو، ابیارۍ او برېښنا د تولید چارې په کې شاملې دي.

نوموړي دغه راز خبر ورکړ چې له لښکرګاه دوراهي څخه تر میوند پورې د برېښنا د مزیو د نوي کېدو او نوو پایو د لګولو چارې د کندهار تر میوند ولسوالۍ پورې په بشپړېدو دي.

د ده په خبره، مخکني مزي او پایې زاړه شوي وو چې له امله یې برېښنا ضایع کېده.

دی وايي، د برېښنا شرکت عمده ستونزه دا ده چې له کجکي بند څخه تر کندهار ښار پورې غځېدلي مزي له نا امنو سیمو تېرېږي چې ډېر مهال د جګړې له امله پرې کېږي او د بیارغولو چارې یې په ډېر کړاو او ستونزو ترسره کوي.

اوسمهال کندهار په داسې حال کې له کجکي بند څخه یوازې ۲۰ مېګاواټه برېښنا تر لاسه کوي چې دغلته له ۱۵۰ مېګاواټه ډېرې برېښنا ته اړتیا ده.

خو فاروقي وايي، د ژمي د موسم په راتلو دغه برېښنا هم کمه شوې ځکه په کجکي بند کې د اوبو کچه ټيټه شوې ده.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement