د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ملګري ملتونه: د افغان ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی مخ پر زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: د افغان ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی مخ پر زیاتېدو دی

Nov 20, 2017 - 14:37

جلال اباد (پژواک، ۲۹ لړم ۹۶): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د برخې مسوولين وايي چې د افغان مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه ۸۷ سلنه لوړه شوې او لا هم دغه کچه زياتېدونکې ده.

د دې برخې مشرې منيرې اخوندزاده دا څرګندونې د لړم په ٢٩مه په جلال اباد ښار کې د څلورو ولايتونو (ننګرهار، کونړ، لغمان او باميان) مسوولينو او د ښځو د حقونو فعالانو په يوه ګډه غونډه کې د وينا پر مهال وکړې.

په دې غونډه کې چې د يادو ولايتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي کمېسيونونو استازو علمي سير ته ځانګړې شوې ده، د څلورو واړو ولايتونو مسوولين په کې د اړوندې برخې خپلې تجربې له يو بل سره شريکوي.

منيرې اخوندزاده وويل چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی په ټوله نړۍ کې شته او د نړۍ ۳۰ سلنه ښځې يې قرباني دي.

هغې زياته کړه چې د افغان مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه تر ۸۷ سلنه لوړه ده او لا هم ياده چاره مخ پر زياتېدو ده.

د منيرې اخوندزاده د معلوماتو له مخې، ملګري ملتونه د افغان مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په خاطر له افغان حکومت او دلته له نورو موسساتو سره همکاري کوي، څو د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی کم شي.

خو د ښځو چارو وزارت د پاليسۍ مسلکي معينه سپوږمۍ وردګ چې دې غونډې ته راغلې وه، د ملګرو ملتونو د استازې دغه اندېښنه بې بنسټه ياده کړه.

هغې وويل، تر اوسه داسې دقيقه سروې نه ده موجوده چې څومره افغان مېرمنې د تاوتريخوالي ښکار دي؛ خو ټينګار يې وکړ چې تر پخوا د ښځو د حقونو په برخه کې ډېر پرمختګ شوی دی.

مېرمن وردګ زياته کړه: ((په هر ولايت کې ښځې رييسانې شته، وزيرانې شته، سفيرانې شته، د مامورينو او معلمانو خو بېخي شمېر زيات دی، ډېر پرمختګ شوی دی.))

د ننګرهار د ښځو چارو رييس انيسې عمراني هم تاييد کړه چې په ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوې او دندو ته د لاسرسي په برخه کې يې هم ستونزې ډېرې دي.

د هغې په وينا، روان کال ورسره د ښځو د تاوتريخوالي سلګونه پېښې ثبت دي خو وايي، په دې تړاو بشپړ جزئيات به څو اوونۍ وروسته د ښځو په يوه لويه غونډه کې بيان کړي.

په ورته وخت کې د ښځو چارو وزارت معينې سپوږمۍ وردګ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په برخه کې د ولايتي مسوولينو هڅې نيمګړې وبللې او دوی يې په دې چاره کې پاتې راغلي وبلل.

خو د ننګرهار سرپرست مرستیال والي عبدالله رقيبي وايي چې ولايتي اداره يې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي قضيو څېړلو ته ژمنه ده او په دې برخه کې بشپړ همکاري لري.

نوموړي مېرمنو ته د دندو په رابطه وويل چې ننګرهار کې درې رياستونه د ښځو له لوري اداره کېږي او دې برخې ته د لا پراختيا په اړه غور روان دی.

په همدې حال کې د يادې غونډې ګډونوالې مېرمنې وايي چې دا ډول غونډې نمايشي بڼه لري او په لرو پرتو سيمو کې يې د تاوتريخوالي قرباني مېرمنو ته هېڅ ګټه نه ده رسولې.

د برېښنا کوهستانۍ په نوم يوې ګډونوالې پيغلې وويل: ((دا ډول نمايشي غونډې يوازې پروژې دي او هغه ميرمنې، چې په لرو پرتو سيمو کې دي، د تاوتريخوالي قرباني دي هغوی ته يې هېڅ ګټه نه رسېږي.))

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement