د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د فارياب د مرکز او څلورو ولسواليو برېښنا پرې شوه

ټولنه

آرشيف

د فارياب د مرکز او څلورو ولسواليو برېښنا پرې شوه

Nov 22, 2017 - 15:47

ميمنه(پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٦):د فارياب ولايت پر مرکز او څلورو ولسواليو د برېښنا د پرې کېدو له امله په دغه ولايت کې ٥٧زره کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه بې برخې شوې.

د فارياب ولايت د خواجه سبزپوش لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال قاري وکيل پژواک ته ويلي چې د دغه ولايت د ميمنې ښار او پښتونکوټ، خواجه سبزپوش، شيرين تګاب او دولت اباد ولسواليو د برېښنا مزى يې پرې کړي دى.

دغه طالب قوماندان ويلي، څو چې د ملي امنيت رياست له بند څخه د سيمې درې استوګن خوشي شوي نه وي، د برېښنا د مزي د نښلولو اجازه به ور نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د طالبانو يوه سيمه ييز قوماندان حاجي امين د لارې په اوږدو کې له مسافر وړونکي موټر څخه درې دولتي منسوبين چې يو د عامه نظم پوليس، يو د ملي اردو سرتېرى او يو ترافيک و ښکته کړل، د اردو سرتېرى يې پر ډزو وواژه او دوه نور کسان تر اوسه ددغه سيمه ييز طالب قوماندان په بند کې دي.

خو امنيتي ځواکونو د طالب قوماندان ددې عمل په غبرګون کې د حاجي امين د اوښي او د تره زوى په ګډن درې کسان له طالبانو سره د تړاو په تور نيولي چې طالبانو د دې موضوع په غبرګون کې دوه ورځې وړاندې د ميمنې- جوزجان لويه لار د ترافيکو پرمخ وتړله.

په ورته وخت کې د فارياب ولايت د برېښنا رياست چارواکي تاييدوي چې طالبانو نن (چهارشنبه) غرمه ١٢بجې د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په اړونده سيمه کې د برېښنا مزى پرې کړى دى.

د فارياب د والي وياند احمد جاوېد بيدار پژواک ته وويل چې نيول شوي درې کسان د وسله والو طالبانو غړي دي او دولت به په هېڅ وجه له طالبانو سره داسې معامله ونه کړي.

هغه زياته کړه:" داسې پرېکړه شوې چې لار به په هره بيه بېرته پرانيستل کېږي او طالبان به ځپل کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د ميمنې-جوزجان لويه لاره د درې نيول شوو طالبانو له امله د ترافيکو پرمخ تړل شوې او د سړک دواړو لوريو ته سلګونه مسافر وړونکي موټر د لارې پرانېستلو په تمه ولاړ دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement